د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د یمن نړیوال هوایي ډګر ویشتلی


د اسرائیل هوایي ځواکونو پنجشنبه ډسمبر ۲۶ (مرغومي شپږمه) پداسې حال کې د یمن په پایتخت صنعا کې په نړیوال هوایي ډګر او نورو اهدافو باندې توغندي وار کړي چې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان مشر پدې هوایي ډګر کې و.

سره لدې چې اسرائیل ددې بمباریو د مرګ ژوبلې او زیان په اړه څه ندي ویلي خو حوثي شعیه یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی، ویلي چې پدې بمباریو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل.

حوثیانو دا ندي ویلي چې وژل شوي عام خلک که د دې ډلې غړي و.

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو اچ او مشر، ټیډروز اډهانوم ګیبریسیوس په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اسرائیل هوایي برید پر مهال دی په هوایي ډګر کې و او دا یې هم ویلي چې "زمونږ د الوتکې د عملې یو غړی ټپي شوی".

ښاغلی ټیډروز یمن ته د ملګرو ملتونو دوو مامورینو خوشې کیدو او بشري وضعیت اروزنې لپاره تللی و. هغه ویلي په هوایي ډګر داسې مهال برید وشو چې د هغوي الوتکې پرواز کولو ته چمتوالی نیوه.

د اسرائیل پوځ بیا پدې هکله پوښتنې ته ځواب ندی ویلی چې آیا په هوایي ډګر د برید پر مهال د ښاغلي ګیبریسیوس له موجودیت خبر و که نه.
اسرائیل ویلي چې پدې هوایي بریدونو کې یې د صنعا هوایي ډګر تر څنګ ، د حوثیانو نظامي تاسیسات او برښنا کوټونه په نښه کړي و.

صدراعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې په یمن کې د حوثیانو پر ضد به دا هوایي بریدونه به تر هغه وخته ادام ولري تر څو چې کار بشپړ شوی نه وي.

د اسرائیل مشر په یو ویډیویي پغیام کې ویلي، " مصمم یو چې د ایران شیطاني محور څخه د ترهګرۍ دا څانګه پرې کړو".

نیتنیاهو تیره اوونۍ هم خبرداری ورکړی و چې د متحده ایالاتو په ګډون د خپل متحدینو سره یو ځای به د یمن حوثي یاغیانو پر ضد چې ایران یې تر شا ولاړ دی، پریکنده اقدام وکړي.

د اسرئیل د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې چې د اکس په ټولنیزې شبکې کې خپره شوې، د نتیناهو له قوله لیکلي، "هماغه شان مو چې د ایران رژیم د شرارت محور څانګو پر ضد په قدرت سره عمل وکړ، د حوثیانو سره به عین شان عمل وکړو".

ایران په غزې کې د حماس، په لبنان کې د حزب الله، په یمن کې حوثي شعیه یاغیان او په عراق او سوریې کې شعیه نیابتي ډلې د "مقاومت محور" بولي چې د اسرائیل د صدراعظم په اعلامیې کې ورته د شرارت محور خطاب شوی.

دا ډلې نه یوازې د اسرائیل بلکې په منځني ختیځ کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو باندې هم وخت ناوخته بریدونه کوي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش د حوثیانو او اسرائیل تر منځ شخړې په ډیروالی غندلی او د صنعا په نړیوال هوایي ډګر د اسرائیل په برید یې اندیښنه ښودلې.

اسرائیل دا بریدونه یوه ورځ وروسته تر هغه وکړل چې حوثي یاغیانو د تل ابیب په ښار یو توغندی او دوه ډرون الوتکې وتوغولې.

ها خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا بریدونه غندلي او د سولې او امنیت سرغړاونه یې بللي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG