د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت او پاکستاني امنیتي سرچینو تیره شپه د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې لږ تر لږه په څلورو نکتو کې د سختو جګړو خبر ورکړی او ویلي دي چې دا جګړې اوس پای ته رسیدلي دي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د شنبې په ورځ ډسمبر ۲۸ (مرغومې اتم) رسنیو ته په یو استولي وضاحتي بیان کې ویلي چې دا عملیات د افغانستان د جنوب ختیځ له استقامت څخه د ډورنډ د کرښې په څو نکتو کې ترسره شوي دي.
په ډې بیان کې ویل شوي: "د هیواد د جنوب ختيځ له استقامته د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونو تنظيمېدل".
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په ګډون ددغه حکومت تر کنټرول لاندې رسنیو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د شنبې د ورځې د سهار وختي ډسمیر ۲۸ (مرغومې اتم) نښتو کې پاکستاني ځواکونو ته د ځاني تلفاتو د اړولو ادعا هم کړې ده.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه لیکلي چې دا جګړې د افغانستان د پکتیکا او خوست جنوب لویدیځو ولایتونو پاکستان سره د ډیورنډ د کرښې په سرحدي سیمو کې تیره شپه شوي دي.
هغه لیکلي: "پکتيا او خوست سره په فرضي کرښه په ځینو مهمو نکتو کې سخت نښتې شوي. د فرضي کرښې پورې خواته سخت اورونه بل دي، ويل کيږي زیاتو فتنه ګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."
د طالبانو د حکومت چارواکي د فتنه ګرو اطلاح د اسلامي دولت د خراسان څانګې "داعش" وسله والو ته کاروي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ځینو رسنیو هم ددغو نښتو په اړه راپورونه ورکړي دي.
د المرصاد په نوم د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ چې اکثره د اسلامي دولت د خراسان څانګې "داعش" په تړاو راپورونه ورکوي د ایکس په پاڼه د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې ددغو نښتو په اړه ویلي چې د پکتیا ولایت د ډنډ پټان او د خوست ولایت د علي شیرو ولسوالۍ شاوخوا ته د کرښې هغې غاړې ته د اوزګړي او ډبګی په ګڼو سیمو باندې د درنو وسلو بریدونه شوي دي.
دغې رسنۍ ویلي چې دا بریدونه د شپې له څلورو بجو پیل شوي، او د څو ساعتونو لپاره یې دوام درلود.
د المرصاد د رسنۍ د راپور له مخې په دغو بریدونو کې مقابل لوري ته ځاني او مالي زیان هم رسیدلی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د حریت راډیو ادعا کړې چې په دغو نښتو کې تر ۱۹ پاکستاني امنیتي منسوبین وژل شوي دي. دغه راډیو ویلي چې دا نښتې اوس پای ته رسیدلي دي.
یوې پاکستانۍ امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته دا نښتې تائید کړي او ویلي دي چې د افغانستان له اړخه تیره شپه د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر څلورو پوستو او مرکزونو بریدونه شوي، چې ددغو ځواکونو له خوا ورته متقابل ځواب ویل شوی دی.
یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته په دې نښتو کې د سرحدي قواو (FC) د یو منسوب وژل کیدل او د اوو نورو ټپي کیدل تائید کړي دي. خو د پاکستان پوځ تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
دا نښتې د پاکستان د هوايي ځواکونو له خوا د سه شنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۲۶ (مرغومې شپږم) د افغانستان د پکتیکا د ولایت د برمل په ولسوالۍ کې په څلورو سیمو باندې د بمبارۍ وروسته شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د برمل ولسوالۍ په شین سترګۍ اډې، سورغمي، الماستې او مرغې سیمو کې په څلورو ځایونو بمبار شوي، چې له امله یې ۴۶ تنه وژل شوي دي
ذبیح الله مجاهد ویلي: "اکثریت یې ماشومانو او ښځې دي.شپږ تنه ټپيان دې چې پنځه یې ماشومان دي. شهیدان او ټپیان ځينې ځایی خلک دي او ځينې د وزیرستان څخه را کډه شوی کورنیو غړي دي".
خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ددې برید د تلفاتو د زیاتیدو خبر ورکړی دی.
هغه د چین د سینهوا خبري اژانس ته ویلي چې د پکتیکا د برمل په ولسوالۍ کې په دې برید کې ۵۱ تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
دمخه د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې دغو بریدونو ته د ځواب ویلو خبرداری ورکړی وو.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ډسمبر په ۲۶ (مرغومې شپږم) کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې چې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل ۴۵ کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه په وینا کې وویل چې په دې بریدونو کې اکثره وزیرستاني عام کډوال وژل شوي دي.
امیرخان متقي پاکستاني چارواکو ته مشوره ورکړه چې پر افغانستان باندې د برید دمخه دې د پخواني شوروي اتحاد او د امریکا او ناتو مشرانو سره سلامشوره وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۶ (مرغومي ۶) اعلان وکړ چې په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني پوځیانو په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونو ملکي وګړو د وژنې په هکله یې "باوري راپورونه" ترلاسه کړي دي.
یوناما د ایکس شبکې په یو پیغام کې لیکلي: "نړیوال قوانین د پاکستان پوځ مکلفوي چې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته د زیان د مخنیوي لپاره اړین اقدامات وکړي."
یوناما ټینګار کړی چې د حساب ورکونې د یقیني کولو، په راتلونکي کې د داسې پېښو د تکرار د مخنیوي او د قربانیانو د حقونو د خوندیتوب لپاره څېړنو ته اړتیا ده.
په افغانستان او سیمه کې د یونسیف مسول سنجې ویجیسيکیرا هم ویلي، د هغو رپوټونو په اړه ژوره خواشیني څرګندوي چې په کې ویل شوي چې د افغانستان په ختیځ کې له پولې سره نژدې په یوه برید کې لږ تر لږه ۲۰ ماشومان وژل شوي دي.
هغه ویلي : "موږ هغو کسانو ته چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوو. ماشومان هدف نه دي او هیڅکله هم باید هدف نه وي."
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان په دننه کې یې دا بریدونه د "پاکستاني اتباعو امنیت ته د ګواښ" له امله د "ترهګرو" پر خلاف کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "دا عملیات د پاکستان د استخباراتي اطلاعاتو په اساس د افغانستان په سرحدي سیمو کې ترسره شول."
خو میرمن بلوچ وویل، چې پاکستان د افغانستان د خاورې بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی لري او تل یې هڅه کړې چې د افغانستان سره د اړیکو اړوند مسلو په هکله تفاهم ته لومړیتوب ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زیاته کړه چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو "په سرحدي سیمو کې د ترهګرو ډلو پر ضد" منظم عملیات کوي او دا کار "په ډېر احتیاط سره" ترسره کوي. هغې وویل، "پاکستان د خپلو خلکو امنیت ته ژمن دی."
پاکستان د طالبانو پر حکومت باندې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پی" ډلې ته د پناه ورکولو ورته د ملاتړ د برابرولو تورونه لګوي او ادعا کوي چې ددغې ډلې وسله وال د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي.
خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه په پرله پسې ډول رد کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرخلاف وکاروي.
فورم \ دبحث خونه