د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ ته امر شوی چې د لبنان خاورې ته د ممکنه ننوتو لپاره تیار شي

تازه

په لبنان کې ځینې خلک د جګړې له ویرې د اسرائیل د سرحد په لور په تېښته دي.
په لبنان کې ځینې خلک د جګړې له ویرې د اسرائیل د سرحد په لور په تېښته دي.

د اسرائیل د پوځ لوی درستیز هرزي هالوي چهارشنبې سپتمبر ۲۵ (تلې څلورمه) ددغه هېواد وسله والو ځواکونو ته امر وکړ چې د لبنان خاورې ته د احتمالي ننوتلو لپاره تیار اوسي.

هالوي د یوې پلي لوا سرتیرو ته د خبرو پر مهال وویل: "تاسو د الوتکو غږونه اورئ چې ټوله ورځ بریدونه ترسره کوي، ترڅو تازه ته د پیاده ننوتلو زمینه برابره کړي او حزب الله ته ضربه ورکړي."

د اسرائیل د پوځ لوی درستیز وویل: "موږ ارام نه کښینو. موږ په هر ځای کې پر هغوی [حزب الله] بریدونو ته دوام ورکوو. ددې کار لپاره، پوځي مانورونو، د دښمن قلمرو ته د ننوتلو لپاره تیاریږو... هلته ستاسو ځواکمن ننوتل به حزب الله ته وښيي چې د یو پیاوړي او مسلکي ځواک سره مخامخ کېدل څنګه وي."

هالوي زیاته کړه: "تاسو ترهغوی څو ځله پیاوړي او تجربه لرونکي یاست. ورداخل شئ، هلته دښمن له منځه یوسئ، زیربنا یې له منځه یوسئ."

له دې څو ساعته وړاندې حزب الله وویل چې د اسرائیل د تل ابیب پر ښار یې بالستیک توغندی وار کړی چې هدف یې د اسرائیل د استخباراتي ادارې (موساد) مرکز و.

پر اسرائیل د بالستیک توغندي برید

اسرائیل ویلي ددغه توغندي له شنډولو وروسته یې په لبنان کې د حزب الله پر مرکزونو باندې نور هوايي بریدونه کړي دي.

د اکتوبر په اوومه په غزه کې د جګړې د پیل راهیسې چې ورسره هم مهاله د اسرائیل او حزب الله کړکیچ هم پیل شو، دا لومړی ځل دی چې حزب الله پر اسرائیل باندې د بالستیک توغندي د وارولو ادعا کړې ده.

اسرائیل نن د لبنان پر بیلا بیلو سیمو په داسې حال کې تازه بمبارۍ کړي چې د روانې اونۍ په پیل کې په ورته بمباریو کې په یوه ورځ لږ تر لږه ۵۵۸ کسان ووژل شول. دا په لبنان کې د ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۹۰ پورې د کورنۍ جګړې راهیسې ترټولو خونړۍ ورځ وه.

د چهارشنبې د ورځې په بمباریو کې د لبنان د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې، ۱۵ تنه وژل شوي دي. پایتخت بیروت ته څېرمه غرنۍ سیمه چې د حزب الله قوي مرکز ګڼل کیږي، هم په نښه شوې ده.

د لبنان مقامات وايي، د ایران د ملاتړې حزب الله ډلې او اسرائیل ترمنځ د جګړې له ویرې د لبنان په جنوب او ختیځ کې په سلګونو زره لبنانیانو خپل کورونه پرې ایښي دي.

د لبنان د عامې روغتیا وزیر فراس الابیض وویل چې د دوشنبې په ورځ په بمباریو کې وژل شوي ۵۵۸ کسان زیاتره بې وسلې ملکي وګړي وو چې په خپلو کورونو کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د لبنان وضعیت خطرناک بللی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي چې د چهارشنبې په ورځ په دې اړه بیړنۍ غونډه کوي.

اسرائیل او حزب الله د سه شنبې په ورځ هم په لسګونو توغندي تبادله کړي وو. د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې په شمالي اسرائیل کې د امن لپاره به "خپل ټول وس" وکاروي.

د اسرائیل د دفاع وزارت ويلي چې حزب الله په ملکي سیمو کې توغندي، بې پیلوټه الوتکې او نورې وسلې ځای پر ځای کوي او له همدې کبله اسرائیل د لبنان له اتباعو غواړي له هغو سیمو ووځي چیرې چې د حزب الله وسله وال موجود دي.

د اسرائیل او لبنان په سرحد کې د تیرې یوې اونۍ راهیسې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له خپلو اتباعو غوښتي چې له لبنان څخه ووځي.

د دواړو خواوو ترمنځ په بریدونو کې تېره اونۍ د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د حزب الله یو پوځي مشر وواژل شو. حزب الله همدارنګه پر اسرائیل تور پورې کړی چې په لبنان کې د مخابراتي وسیلو په مرموزو چاودنو کې لاس لري چې له کبله یې په زرګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي.

ددې مطلب په چمتو کولو کې د فرانس پرس اژانس له معلوماتو استفاده شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG