د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په لبنان کې د حزب الله خلاف پراخ بریدونه پیل کړل


جنوبي لبنان د اسرائیل له بریدونو وروسته
جنوبي لبنان د اسرائیل له بریدونو وروسته

اسرائیل دوشنبې سپتمبر ۲۳ (تلې دوهمه) په لبنان کې د حزب الله ډلې په هدفونو باندې خپل بریدونه پراخ کړل چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۸۰ کسان وژل شوي او له ۷۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

د نویو بریدونو دغې څپې په سیمه کې د پراخې جګړې د پیل کېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې شاوخوا۸۰۰ هدفونه یې ویشتلي دي. د لبنان دولتي خبري اژانس ددغه هېواد په جنوب کې په ګڼو سیمو باندې د درندو بمباریو خبر ورکړی دی.

د اسرائیل پوځ د لبنان په ختیځ کې د البقاع درې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د حزب الله د وسلو له زیرمو څخه ځانونه لیرې کړي.

د دفاع وزارت ویاند دانیال هاګاري په یو ویډیويي پیغام کې وویل اسرائیل ځکه دا بریدونه کړي چې نښو نښانو ښودلې حزب الله پر اسرائیل باندې بریدونو ته چمتووالی نیوه.

په زرګونو خلکو په جنوبي لبنان کې خپل کورنه پرې ایښي او له دغې سیمې څخه پایتخت بیروت ته غځېدلی عمومي سرک د ګڼې ګوڼې له کبله بند شوی دی.

هاګاري وویل، حزب الله په ملکي سیمو کې توغندي، بې پیلوټه الوتکې او نورې وسلې ځای پر ځای کوي او له همدې کبله اسرائیل د لبنان له اتباعو غواړي له هغو سیمو ووځي چیرې چې د حزب الله وسله وال موجود دي.

ویاند وویل: "موږ عملیات کوو چې د جګړې ټول هدفونه ترلاسه کړو. په غزه کې د حماس له منځه وړل او د یرغمل شویو کسانو کور ته ستنول دي. او په شمال کې هدف د حزب الله لخوا د رامنځته شوي خطر له منځه وړل دي، ترڅو د اسرائیل له شمالي سیمو څخه بې ځایه شوي خلک په مسئون ډول بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي."

له دې برید یوه ورځ وړاندې حزب الله ویلي وو چې د اسرائیل په شمالي سیمو یې د توپخانې او توغندیو بریدونه کړي دي.

د لبنان د عامې روغتیا وزارت د اسرائیل د دوشنبې د ورځې په بریدونو کې د مرګ ژوبلې د شمېرو پخلی کړی دی.

دا د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د تیر یو کال راهیسې په متقابلو بریدونو کې، په لبنان کې په یوه ورځ کې ترټولو زیاته مرګ ژوبله ده. د لبنان د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې ښايي د تلفاتو شمېر زیات شي.

د اسرائیل او لبنان په سرحد کې د تیرې یوې اونۍ راهیسې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له خپلو اتباعو غوښتي چې له لبنان څخه ووځي.

اسرائیل او حزب الله د یکشبنې په ورځ هم په سلګونو توغندي تبادله کړي وو او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې په شمالي اسرائیل کې د امن لپاره به "خپل ټول وس" وکاروي.

د دواړو خواوو ترمنځ په بریدونو کې د جمعې په ورځ د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د حزب الله یو پوځي مشر ووژل شو. حزب الله همدارنګه پر اسرائیل تور پورې کړی چې په لبنان کې د تیرې اونۍ د مخابراتي وسیلو په مرموزو چاودنو کې لاس لري چې له کبله یې په زرګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG