د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: اسرائيل چمتو دی په روژه کې په غزې کې جګړه بنده کړي


جو بایډن وایي اسرائیل منلې چې په روژه کې به په غزې کې جګړې بندوي
جو بایډن وایي اسرائیل منلې چې په روژه کې به په غزې کې جګړې بندوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي اسرائيل چمتو دی د روژې په میاشت کې په غزې کې جګړه بنده کړي او دا د اوربند د هغه تړون یوه برخه ده چې ممکن بله اوونۍ لاسلیک شي.

خو د حماس وسله والې ډلې ویلي دي چې د جوبایډن خبرې «له وخت څخه مخکې» شوې او دا ډله د اوربند وړاندیز مطالعه کوي.

د جو بایډن څرګندونې د دوشنبې په ورځ ثبتې شوې او د سه شنبې فبروري ۲۷ (کب اتمه) په نیمه شپه کې خپرې شوې. بایډن د ان بي سي شبکې ته وویل: «روژه رارسېږي او اسرائيلیانو موافقه کړې چې په دغه میاشت کې به کوم فعالیت نه کوي چې موږ ته وخت راکړي چې ټول یرغمل شوي راوباسو.»

هغه تر دې مخکې ویلي وو چې هیله شته اوربند د مارچ په څلورمه وشي. هغه زیاته کړه: «زما د ملي امنیت مشاور ماته وویل چې هغوی [د اوربند تړون ته] نژدې شوي دي. تراوسه یې ترلاسه کړی نه دی.»

حماس، چې دا مهال د اوربند وړاندیز مطالعه کوي، تېره اوونۍ یې د اوربند په اړه په پاریس کې په غونډې کې توافق وکړ. په دې غونډې کې د امریکا، مصر، قطر او اسرائیل منځګړو خبرې وکړې.

د حماس دوو لوړ پوړیو مقاماتو ویلي دي چې د جوبایډن له څرګندونو ښکاري چې په اصولو کې توافق شوی، خو وایي چې د هغه دا خبرې له وخت څخه مخکې شوې دي.

د حماس یو مقام ویلي دي چې ډېر واټن شته چې باید ختم شي: «د اوربند اصلي موضوع او د اسرائيل د ځواکونو وتل په سم ډول بیان شوي نه دي او همدغه کار تړون ته رسېدل له خنډ سره مخامخ کوي.»

یوې سرچېنې رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې حماس ته د اوربند په وړاندیز شوي توافق کې ۴۰ ورځې اوربند مطرح شوی او حماس به ۴۰ یرغمل،‌ چې ښځې، ماشومان او مسن خلک په کې دي، پرېږدي او په بدل کې به یې ۴۰۰ فلسطیني زندانیان ازاد کېږي.

دغې سرچېنې وویل چې د پېشنهاد په اساس، اسرائيل به خپل ځواکونه له هغو سیمو څخه، چې اوس په کې دي، بل ځای ته لېږدوي. همدغه راز د غزې هغه اوسېدونکي،‌ چې عمرونه یې د جنګ نه دي، کولای شي خپلو سیمو ته چې ترې شړل شوی،‌ بېرته ستانه شي او غزې ته به بشري مرستې هم زیاتې ولېږدول شي.

خو داسې ښکاري چې په دې وړاندیز کې د حماس هغه شرط شامل نه دی چې دایمي اوربند او د فلسطین له ځمکو څخه د اسرائیل د ځواکونو وتل غواړي.

د اسرائیل او حماس استازي په قطر کې دي چې په همدې اوونۍ کې د اوربند شرایطو بحث وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG