په سوریه کې د بشري حقونو د څار یوې موسسې پنجشنبې نومبر ۲۱ (لیندۍ اوله) وویل چې ددغه هېواد په تاریخي ښار پالمیرا کې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې ۷۱ ایران پلوه جنګیالي وژل شوي چې دریمه برخه یې عراقیان او لبنانیان دي.
د دغې موسسې په وینا، د چهارشنبې په بریدونو کې ۴۵ تنه په سوریه کې د ایران پلوه وسله والې ډلې غړي او ۲۶ بهرني جنګیالي دي چې زیاتره یې د عراق د النجباء ډلې او څلور یې د لبنان د حزب الله ډلې غړي دي.
د سوریې په پالمیرا باندې، چې د ډیرو تاریخي اباداتو په لرلو شهرت لري، په دغو بریدونو کې درې ځایونه په نښه شوي چې په کې د ایران پلوه ډلو د یوې غونډې ځای هم شامل دی. ویل کیږي چې په دغه غونډه کې د حزب الله او النجباء مشرانو برخه لرله.
په سوریه کې د بشري حقونو د څار موسسې چې په بریتانیا کې میشته ده او له ځایي سرچینو څخه معلومات ترلاسه کوي، مخکې په برید کې د وژل شویو شمېر ۶۱ ښودلی و.
د سوریې د دفاع وزارت ویلي چې په پالمیرا باندې د اسرائیل په هوايي برید کې ۳۶ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.
د وزارت د چهارشنبې په بیان کې ویل شوي: "اسرائیلي دښمن د الطنف سیمې له لوري هوايي برید پیل کړ او د پالمیرا ښار یو شمیر ودانۍ یې په نښه کړې."
د اسرائیل او حزب الله ترمنځ په تیر یو کال کې د سرحدي نښتو د پیل راهیسې دا په سوریه کې ترټولو مرګانی برید دی.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوې جلا اعلامیې کې په پالمیرا باندې د اسرائیل برید غندلی دی.
اسرائیل زیاتره وخت په سوریه کې د هوايي بریدونو په اړه څه نه وايي، خو په مکرر ډول یې ټینګار کړی چې ایران ته اجازه نه ورکوي چې په سوریه کې خپل موجودیت پراخ کړي.
د پالمیرا ښار، چې تاریخي ابادات یې د یونسکو لخوا نړیوال میراث پیژندل شوی، د سوریې د کورنۍ جګړې په اوج کې د اسلامي دولت (داعش) د وسله والو لاس ته ولوېد او لوټ شو.
په سوریه کې د لرغونو اثارو او موزیمونو عمومي رئیس نذیر عواد فرانس پرس ته وویل چې په وروستي برید کې د ښار تاریخي اباداتو ته "هیڅ مستقیم زیان نه دی رسیدلی."
هغه زیاته کړه: "موږ اړتیا لرو چې په سیمه کې یوه سروې ترسره کړو ترڅو دا مشاهدې تائید کړو."
فورم \ دبحث خونه