د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د لویدیځې غاړې په جینین کې عملیات پیل کړي


د لویدیځې غاړې په جینین کې اسرائیلي پوځي موټرونه لیدل کیږي.
د لویدیځې غاړې په جینین کې اسرائیلي پوځي موټرونه لیدل کیږي.

د اسرائیل پوځ د سه شنبې په ورځ، جنوري ۲۱ (سلواغه ۲)، وویل د اشغال شوې لویدیځې غاړې په جینین کې یې عملیات پیل کړي چې ددغه هېواد د صدراعظم بنیامین نتنیاهو په وینا، موخه یې په سیمه کې د "ترهګرۍ له منځه وړل" دي.

د فلسطیني سیمې د روغتیا وزارت چې په رام الله کې میشت دی، وویل چې په غزه کې د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند یوازې څو ورځې وروسته په دې عملیاتو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي.

پوځ او د شاباک امنیتي ادارې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د اسرائیل د سرحدي پولیسو سره یې په ګډه په جینین کې د "اوسپنې دیوال" په نوم عملیات پیل کړي. په دغه سیمه کې د کډوالو کمپ د فلسطیني وسله والو ډلو مرکز ګڼل کیږي.

په یوه اعلامیه کې چې د عملیاتو له پیل څخه لږ وروسته خپره شوه، نتنیاهو وویل چې ددې عملیاتو موخه په جنین کې "ترهګري له منځه وړل" دي او د هغې پراخې ستراتیژۍ یوه برخه وه چې "د غزې، لبنان، سوریې، یمن او ټولو سیمو ته"، د لویدیځې غاړې په شمول د ایران د وسلو لیږلو مخنیوی وشي.

د اسرائیل حکومت ایران تورن کړی، چې په غزه کې د حماس په ګډون په منځني ختیځ کې د اورپکو ډلو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې په لویدیځه غاړه کې وسله والو ته وسلې او پیسې واستوي.

فلسطیني سرې میاشتې ویلي چې د جګړې په ترڅ کې په مرمیو لګېدلي د اوو کسانو درملنه یې کړې. دغې ادارې همدارنګه نیوکه کړې چې اسرائیلي ځواکونه یې سیمې ته د لاسرسي مخه نیسي.

د جینین والي کمال ابو الروب فرانس پرس اژانس ته وویل چې دا عملیات "د [کډوالو] په کمپ برید وو." هغه زیاته کړه: "د سترګو په رپ کې په اسمان کې اپاچي چورلکې او د اسرائیل پوځي وسایط هرې خوا ته لیدلی کېدل."

د فرانس پرس د راپور له مخې، د فلسطین امنیتي ځواکونو، چې د دسمبر له لومړیو راهیسې په سیمه کې د فلسطیني ډلو پر ضد عملیات کوي، سیمې ته د اسرائیلي ځواکونو له رسیدو وړاندې د کمپ په شاوخوا کې خپلې پوستې پریښودې.

د فلسطین د امنیتي ځواکونو ویاند انور رجب په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اسرائیلي پوځیانو "پر ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ډزې کړي، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر ملکي وګړي او یو شمېر امنیتي پرسونل ټپیان شوي دي او د یو تن روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی."

ددې مطلب لپاره د اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو له معلوماتو استفاده شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG