حماس د پنجشنبې په ورځ، فبروري ۲۰ (کب دوهمه) د څلورو هغو اسرائیلیانو جسدونه د سره صلیب له لارې اسرائیل ته وسپارل چې په ۲۰۲۳ کال کې د حماس په یو برید کې یرغمل شوي وو.
دا لومړی ځل دی چې حماس د یرغمل کسانو جسدونه سپاري. په دې کې د شیري بیباس په نوم یوه ښځه او د هغې دوه ماشومان چې د یرغمل کیدو په مهال څلور کلن او نهه میاشتني وو، شامل دي. څلورم جسد د یو ۸۳ کلن نارینه دی.
حماس ادعا کړې چې دا کسان د هغوی د ساتونکو سره یو ځای د اسرائیل په هوايي بمباریو کې وژل شوي دي.
د حماس اورپکو دغه جسدونه سره صلیب ته سپارلي او وروسته له غزې څخه اسرائیل ته لیږدول شوي، چیرې چې په سلګونو کسانو ورته انتظار کاوه.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ اسرائیل ته ددغو جسدونه له لیږدېدو وړاندې وویل، "د ټول مل زړه دردېدلی دی."
دا لومړی ځل دی چې حماس اسرائیل ته د مړو شویو یرغملو جسدونه سپارلي دي. د دواړو خواوو ترمنځ د شپږو اونیو اوربند دوه اونۍ پاتې دي.
اسرائیل او حماس تراوسه د اوربند د غځولو په اړه موافقه نده کړې. فلسطیني او عرب مشرانو د متحده ایالاتو هغه وړاندیز رد کړی چې د غزې اوسېدونکي ګاونډیو هېوادونو ته د دایمي لیږدېدو وروسته امریکا د غزې واک واخلي او اباده یې کړي.
د حماس اورپکو د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې په یو برید کې، د اسرائیلي مقاماتو په خبره، ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړي. چارواکي وايي، په لسګونو یرغمل اوس هم په غزه کې پاتې دي.
په ځواب کې، د حماس خلاف په غزه باندې د اسرائیل په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې، د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له ۴۷۰۰۰ څخه زیات کسان وژل وشي او له ۷۰ سلنه زیاتې ودانۍ ویجاړې شوي دي.
ددې راپور معلومات له اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه