د اسرائیل د صدراعظم دفتر د پنجشنبې په ورځ، دسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۲مه) خبر ورکړ، چې د سوریې پولې ته څېرمه د ګولان غونډیو په حایل سیمه کې به اسرائیلي ځواکونه تر هغه وخته پاتې شي، ترڅو د سوریې ځواکونه وکولای شي له خپل اړخه پدغه سیمه کې امنیت ټینګ کړي.
د سوریې د پخواني ولسمشر بشار الاسد د رژیم تر نسکورېدو او د مخالف وسله وال ایتلاف لخوا د پلازمېنې دمشق تر نیولو وروسته، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو خپلو ځواکونو ته امر وکړ، چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې حایل سیمه کې ځای پر ځای شي. یاده سیمه د ګولان غونډیو په ختیځ کې موقعیت لري.
د نتنیاهو دفتر ویلي: "اسرائیل به جهادي ډلو ته اجازه ور نه کړي چې دا تشه ډکه کړي او د ګولان له غونډیو څخه اسرائيلي ټولنې د اکتوبر د اوومې نېټې د بریدونو په څیر وګواښي."
ملګرو ملتونو د اسرائیل دغه اقدام د ۱۹۷۴ کال د تړون څخه "سرغړونه" بللی او د فرانسې، ایران، روسیې، ترکیې او سعودي عربستان لخوا هم پرې نیوکې شوې دي. خو متحده ایالاتو ویلي، چې په مؤقته توګه د ځواکونو استول مهم دی.
له دې وړاندې، د دوشنبې په ورځ ، دسمبر نهمه (لنیدۍ ۱۹مه) نتنیاهو ویلي وو، چې د ګولان غونډي به، چې ۶۰ کاله وړاندې د اسرائیل لخوا نیول شوي، د اسرائیل د قلمرو برخه پاتې شي.
نوموړي په بیتالمقدس کې په یوې خبري غونډه کې وویل: "ګولان به د تل لپاره د اسرائیل د دولت برخه پاتې شي."
نتنیاهو همدارنګه ویلي، دي چې د بشارالاسد د حکومت نسکوریدل او د سوريي سرتیري چې د ګولان په غونډیو کې یې خپلې مرچې پرېښودې، دا تړون باطل کړی دی.
دا پداسې حال کې دی، چې اسرائیل مخکې هم په ۱۹۶۷ کال کې د شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال د ګولان غونډیو ډېری برخې له سوریې څخه ونیولې او تر اوسه یې تر خپلې ولکې لاندې ساتلې دي.
همدارنګه په ۱۹۷۳ کال کې د اعرابو او اسرائیل جګړې پر مهال د سوریې هڅې د ګولان غونډیو د بیا نیولو لپاره ناکامې شوې. اسرائیل په ۱۹۸۱ کال کې دغه غونډۍ د خپل خاورې برخه وګرځولې.
فورم \ دبحث خونه