د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل په برید کې وژل شوې ترکۍ-امریکایۍ خاورو ته وسپارل شوه


په ترکیې کې شنبه سپټمبر ۱۴ ( وږي ۲۴) هغه ترکیې الاصله امریکایۍ خاورو ته وسپارل شوه چې څه باندې یوه اوونۍ وړاندې په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د یوې مظاهرې په ترڅ کې وژل شوې وه.

فلسطیني مقاماتو ویلي چې ۲۶ کلنه آیسنور ایزګي ایګي، د لویدیځې غاړې په بیتا ښارګوټي کې د اسرائیلي میشت ځایونو پر ضد د مظاهرو پر مهال د اسرائیلي پوځیانو له خوا په ډزو وژل شوې ده.

د وژل شوې ترکۍ مړی د ترکیې په ملي بیرغ کې تاو شوی و او د خښیدو ځای ته د ترکیې افسرانو له لوري چې پوځي جامې یې پر تن و، یوړل شو.

د میرمن ایګي د جنازې په مراسمو کې د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د عدالت او پرمختګ ګوند ګڼ شمیر غړیو او نورو فعالینو برخه اخیستې وه او مظاهره چیانو همدارنګه د فلسطین په پلوۍ شعارونه ورکول.

د آیسنور ایزګي ایګي جنازې په مراسمو کې پخپله اردوغان برخه نه وه اخیستې بلکې د هغه مرستیال، د بهرنیو او کورنیو چارو او عدلیې وزیران ورغلي و.

سره لدې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې د دې میرمنې وژل کیدل " نه توجیه کیدونکی" دي او پرته له کومې پارونې وژل شوې خو جمهور رئیس جو بایډن بیا په یو خبري کنفرانس کې وویل ، "ظاهراً دا یوه پیښه وه" او زیاته یې کړه چې مرمۍ په ځمکې تر لګیدو وروسته پورته شوې او دا میرمنې پرې په تصادفي توګه لګیدلې ده.

د دې ترکۍ میرمنې د کورنۍ غړیو د قضیې په هکله د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې. انقرې هم په همدې روانې اوونۍ کې وویل چې د دې قتل په هکله پلټنې کوي او د ملګرو ملتونو څخه یې غوښتي چې پدې هکله خپلواکې پلټنې وکړي.

د ترکیې جمهور رئیس چې تر دې وړاندې یې د اسرائیل پر ضد د اسلامي هیوادونو د ائتلاف جوړیدو غوښتنه کړې وه، یو ځل بیا یې هوډ څرګند کړی چې د آیسنور ایزګي ایګي وژونکو ته به حتمي سزا ورکوي.

پخپله د اسرائیل پوځ هم ویلي چې د دې ترکیې الاصلې میرمنې وژل کیدو په هکله پلټنې کوي او دا یې هم ویلي چې ښایي اسرائیلي ځواکونو هغه په "غیر قصدي توګه" ویشتلی وي.

د هغې مړی د همدې تیرې جمعې په ورځ د اسرائیل د تل ابیب څخه ترکیې ته انتقال شو او د ازمیر په ښار کې د عدلي طب معایناتو لپاره ولیږدول شو.

د لومړنیو پلټنو څخه معلومیږي چې دا میرمن په سر په مرمۍ لګیدلې وه. د ترکیې TRT تلویزیون په راپور کې ویل شوې چې د دې میرمنې د مرګ علت د "کوپړۍ ماتیدل، مغزو زخمي کیدنه او د مغزو نسج له منځه تلل" ښودل شویدي.

د وژل شوې میرمنې مور، رابعه بردین د جمعې په ورځ یو ځل بیا د ترکیې څخه وغوښتل چې د عدالت پر ځای کیدو لپاره دې هلې ځلې وکړي.

د انادولو خبري اژانس د میرمن بردین له قوله ویلی، "یوازینی څیز چې زه یې غواړم د خپلې لور لپاره عدالت دی".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG