د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د وضعیت او طالبانو د امر بالمعروف د قانون په اړه د امنیت شورا د غړو اندېښنه


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۸ (سنبله۲۸) د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړه.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا په دغې غونډې کې وویل چې په کابل او دایکندي کې وروستیو پېښو وښوده چې له افغانستان څخه سیمې ته د ترهګرۍ کوم ګواښ چې متوجه دی، کم شوی نه دی.

اوتنبایووا وویل په داسې حال کې چې نړۍ د طالبانو له حکومت سره د تعامل هڅه کوي، د طالبانو حکومت پرېکړې او په خاص ډول د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» د قانون انفاذ د «واقعي تعامل په اړه» منفي پیغام لري او دا قانون له پامه نه شي‌ غورځول کېدای.

نوموړې وویل چې دا پرېکړې د طالبانو او نړۍ ترمنځ واټن پیدا کوي او په خبره یې طالبان د دې په ځای چې د افغانستان د خلکو ستونزو ته پام وکړي،‌ «شدیدې تګلارې صادروي».

نوموړي‌ د طالبانو حکومت د ستونزو په یادولو سره وویل چې یوناما د کاري‌ دستور عملي کېدو ته، چې د دوحې په درېیمه غونډه کې پرې توافق شوی، ژمنه ده. هغې زیاته کړه چې په دغه دستور او لارښوونې کې د افغانستان په اړه د نړیوالې اجماع پراخول، د کاري ګروپونو جوړول او نړیوالو تعهداتو ته د افغانستان په ژمنو ټېنګار او د ټولو چینلونو ساتل شامل دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اجرايي مشرې سیما بحوث په دې غونډې کې د طالبانو د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» د قانون په منفي اغیزو وغږېده او ویې ویل چې دا قانون «یوازې ښځې له نارینه وو څخه نه جلا کوي، بلکې ښځې هم له یو بل څخه جلا» کوي.

بحوث وویل چې دا مهال په افغانستان کې ښځې نه شي کولای چې له یو بل سره وویني او یوازې د هغې په خبره ۲۲ سلنه ښځې کولای شي چې هره ورځ او یا په اونۍ کې یو ځل د خپلو کورنیو له غړو پرته له نورو ښځو سره وویني.

هغې د یوې نظر پوښتنې په اساس وویل: «۶۴ ښځې له خپلو کورونو څخه د باندې ځانونه مصون نه احساسوي... ۷۰ سلنه نورې ښځې له خپلو کورونو څخه د باندې د طالبانو له بد چلند سره مخامخ دي.»

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې وویل چې په افغانستان کې د ۹۰ فیصده ښځو او نجونو وضعیت بد دی. هغې زیاته کړه: «اته فیصده ښځې داسې دي چې لږ تر لږه یوه نجلۍ پیژني چې د ځان وژنې هڅه یې کړې ده... هغه څه چې وضعیت ترینګلی کوي دا دي چې دا قانون (امر بالمعروف او نهي عن المنکر) مبهم لیکل شوی او همدا علت دی چې په خپلسري ډول تفسیر او اجرا» کېدای شي.

په دغې غونډې کې،‌ د تخلیې په پروګرام کې له افغانستان څخه یوې وتلې ښځې مینا هم خبرې وکړې او هلته یې د ښځو بد وضعیت تائید کړ. مینا په غونډې کې د هېوادونو استازو وغوښتل چې د ښځو په وړاندې د موجوده ستونزو او خنډونو د ختمولو لپاره په «انساني او مسئولانه ډول» عمل وکړي او دې کار ته لومړیتوب ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» د قانون په اړه د غونډې د ګډونوالو څرګندونو ته په کتو وویل چې «د طالبانو قانون د افغانستان د خلکو د فرهنګ خلاف او له دین سره نا اشنا» دی.

فایق وویل چې له طالبانو سره باید د قانوني لارو چارو څخه د بشري حقونو او د ښځو د حقونو څخه د سرغړونې په اړه حساب وشي. هغه وویل چې طالبانو د «افغانستان خلک یرغمل کړي» دي.

د جاپان، بریتانیا، سویس، جنوبي کوریا، اکوادور او نورو هېوادونو استازو د طالبانو په دغه قانون انتقاد وکړ او په افغانستان کې یې د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.

د متحدو ایالتونو استازې هم د نورو هېوادونو غږ بدرګه کړ او ویې ویل چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د بشري حقونو او ښځو د حقونو په اړه د افغانستان د نړیوالو تعهداتو په اساس وشي.

د فرانسې استازي وویل چې د طالبانو د دغه قانون انفاذ د دوحې د تړون خلاف دی او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو ۲۵۹۳ او ۲۶۸۱ پرېکړه لیکونه نړیوالې ژمنې رانغاړي چې یوه یې د ښځو حقونو ته درناوی دی.

هغه وویل: « طالبان دغه یو ارزښت ته هم پابند نه» دي او له طالبانو سره تعامل کې باید بشري حقونه لومړی وي.

د مالتا استازي په افغانستان کې له «تاجیک او هزاره وو» سره د طالبانو په چلند انتقاد وکړ او ویې ویل چې دا ډله باید د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته ولاړ شي.

د ایران استازي په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنې ښودلو تر څنګ وویل چې هېواد یې «د داعش-خراسان ډلې» د فعالیت په اړه اندېښنه لري. هغه له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد مبارزه وکړي او همدغه راز د افغانستان ګنګل شوې شتمنۍ پرېږدي.

د پاکستان استازي تر بل هر هېواد ډېر په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې «له افغانستان څخه ترهګري د پاکستان، سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ» دی. هغه د داعش په ضد د طالبانو فعالیت ناکام یاد کړ او ویې ویل چې طالبانو د «القاعده او پاکستاني طالبانو» په څېر ټولو ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې ده.

د پاکستان دغه دپلومات وویل چې دا مهال په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو ۶۰۰۰ غړي او کورنۍ یې اوسېږي او دا په افغانستان کې تر ټولو لویه ترهګره ډله ده.

هغه خبرداری ورکړ چې پاکستاني طالبان به په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو څخه د پاتې وسلو څخه په استفادې او له القاعده ډلې سره د نژدیوالې له کبله ممکن په سیمه کې د دغې ډلې «مرستیاله» شي.

په افغانستان کې طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي چې ګنې پاکستاني طالبان او نورې ترهکرې ډلې هلته فعالې دي. طالبانو همدغه راز د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» په اړه انتقادونه رد کړي او هغه یې د افغانستان داخلي مسئله بللې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG