د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي مقامات: اسرائیل په غزه کې د 'خوندي ساحو' د رامنځته کولو ملاتړ کوي


بلینکن په اسرائیل کې د صدراعظم بینیامن نتنیاهو سره د کتنې پر وخت
بلینکن په اسرائیل کې د صدراعظم بینیامن نتنیاهو سره د کتنې پر وخت

د امریکا یو جګپوړي مقام د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۱) وویل چې اسرائیل په غزې تړانګه کې د احتمالي لوی برید څخه دمخه د ملکي وګړو لپاره د "خوندي سیمو" د رامنځته کولو ملاتړ کوي.

دغه امریکایي مقام وایي "موږ د سرخ صلیب او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو سره ددې موضوع په جزییاتو باندې کار کوو."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له اسرائیل سره په غزه کې د ملکي وګړو لپاره د خوندي ځایونو په ټاکلو باندې خبرې کړي. ښاغلي بلینکن د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۳ د حماس د بریدونو په غبرګون کې د اسرائیل د احتمالي لویبرید څخه دمخه سیمې ته سفر کړی.

بلینکن د امریکا د متحد سره د پیوستون د څرګندولو وروسته شپږو عربي هېوادونو ته په سفر کې له هغوی غوښتي چې په حماس باندې له خپل نفوذ څخه په استفادې دغه اسلامپاله وسله واله ډله وهڅوي چې شاوخوا ۱۵۰یرغمل کړي کسان خوشې کړي.

د عربي نړۍ په ځینو برخو کې د رامنځته شوی غوسې په وجه، بلینکن د حماس تر کنټرول لاندې غزې کې د ملکي وګړو د ساتنې پر لارو چارو هم بحث کوي؛ چیرته چې اسرائیل د جمعې په ورځ له یو میلیون څخه زیاتو خلکو ته خبرداری ورکړ چې د احتمالي ځمکني برید څخه دمخه دې ووځي.

یو امریکایي چارواکي وویل چې اسرائیل د تل ابیب په خبرو کې له بلینکن سره موافقه وکړه چې "د ځینو خوندي سیمو رامینځته کولو اړتیا چې ملکي وګړي پکې ځای پرځای شي، د اسرائیل د مشروع امنیتي عملیاتو په ترڅ کې به خوندي وي".

د حماس وسله والو د اکټوبر په اوومه د اسرائیل د جنوبي پولو په ماتولو او د الیکترونیکي موسیقۍ په یو فیسټیوال کې د ماشومانو، بوډاګانو او سیلانیانو په ګډون تر ۱۳۰۰ زیات کسان ووژل.

حتی د اسرائیل د اټکل شويو ځمکنيو عملیاتو دمخه، د اسرائیل پوځ د حماس د برید وروسته په غزه کې په بریدونو کې لږترلږه ۱۷۹۹ کسان وژلي او خواړه، اوبه او بریښنا یې پرې قطع کړې ده.

په واشنګټن کې، د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي دا مني چې د غزې له شمال څخه د ۱.۱ میلیون خلکو ایستل به "یو لوی امر" وي.

امریکايي چارواکي د مخکنیو هڅو په اړه چې د غزې اوسېدونکي مصر ته وتښتي، کوم روښانه دریځ نلري، دوی وایي پدې هکله پراخ ملاتړ نه ویني او پر ځای یې په غزه کې د خوندي سیمو د رامنځته کیدو وړاندیز کوي.

امریکايي چارواکي وایي متحده ایالات له مصر او اسرائیلدواړو سره کار کوي چې امریکایان او نور بهرني اتباع د رفح د پولې له لارې ووځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG