د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلو سوریې کې د ایران "تقریباً ټول تاسیسات" ویشتلي


اسرائیل وایې چې په سوریې کې یې د ایران پوځي تاسیسات په راکټونو ویشتلي دي.

د اسرائیلو پوځ ددې خبر په تائید سره چې په سوریې کې ایراني پوځیانو د ګولان په لوړو څوکو کې د اسرائیلو پوستې په ۲۰ راکټونو ویشتلي دي ویلي چې همداوس یې په سیمې کې راکټي سیسټمونه فعال او جنګي طیارې یې د تیارسۍ په حالت کې دي.

د ایران پر اهدافو د اسرائیلو پراخ پوځي برید د دوو دښمنو هېوادونو ترمنځ د تشدد تازه دور پیل کړی دی.

د اسرائیلو د دفاع وزیر اویګدور لیبرمن،په سوریې کې د ټولو ایراني تاسیساتو د ویشتلو ادعا کوي.

لیبرمن وایې چې ایران "غواړي چې زموږ پر ضد جبهه جوړه کړي او موږ به اجازه ورنکړو چې ایران د اسرائیلو پر ضد سوریه پر خپلې اډې بدله کړي."

پوځ وایې چې دا یې په وروستیو کلونو کې د ایران د اهدافو پر ضد تر ټولو ستر پوځي برید و.

د ایران او اسرائیلو ترمنځ تازه شخړه تر هغه وروسته پیل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له اټومې معاملې څخه د واشنګټن وتل رسماً اعلان کړل، هغه څه اسرائیلو یې له کلونو راپدې خوا په تمه وو.

د سوریې حکومتي رسنۍ وایې چې دمشق کې پوځیانو د اسرائیلو لسګونه راکټونه خنثي کړي دي.

د ایران دولتي ټلوېزیون د سوریايي رسنیو د خبر په تائیدولو سره وایې چې سوریې د اسرائیلو دوه جنګي الوتکې ویشتلې دي.

اسرائیلو په سوریې کې د ایران "تقریباً ټول تاسیسات" ویشتلي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

XS
SM
MD
LG