د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل هوایي برید له کبله د سوریې دمشق نړیوال هوایي ډګر بیا له فعالیت ولوید


په سوریه کې دولتي مطبوعاتو یکشنبه نومبر ۲۶ (لیندۍ۴) ویلي چې د اسرائیل هوایي برید له کبله ددې هیواد د پایتخت دمشق نړیوال هوایي ډګر یو ځل بیا له فعالیت وغورځیده.

پدې هوایي ډګر تیره میاشت هم دا شان یو برید شوی و خو د یکشنبې د برید څخه یوازې څو ساعته وړاندې یې د بیا رغونې چارې بشپړې شوې وې او ځینو برخو یې فعالیت پیل کړی و.

د سوریې د بشري حقونو څار اداره چې مرکز یې په لندن کې دی ویلي چې د اسرائیل جنګي الوتکو د یکشنبې په ماسپیښن د دمشق په نړیوال هوایي ډګر تازه بریدونه وکړل او یو ځل بیا پکې خدمات بند شول.

دې ادارې ویلي چې په بریدونو کې د الوتکو د ځغاستې لارې په نښه شوي او په نظامي هوایي ډګر کې د چاودنې غږ هم اوریدل شوی خو پدې هکله نور جزیات ندي ورکړل شوي.

د بشري حقونو ادارې ویلي چې بریدونه د المزه په سیمه کې د هوایي ځواکونو په اډې شوي چې یو افسر او دوه نور پرسونل پکې ټپي شوي خو دا یې ندي ویلي چې هغوي برسیرن که شدید ټپي شوي.

په عین حال کې د سوریې د پوځ په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې "صیهونیستي دښمن" په سیمه ایز وخت د ماسپښین په ۴:۵۰ د ګولان سیمې څخه چې اسرائیل قبضه کړې، توغندي وار کړیدي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې بریدونه د دمشق په نړیوال هوایي ډګر او د پایتخت په شاوخوا کې په نورو سیمو شوي چې له دې کبله هوایي ډګر ته یو څه زیان رسیدلی او خدمات پکې بند شویدي.

په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې د هوایي دفاع سیستم ځیني توغندي شنډ کړي خو دا یې ندي ویلي چې د اسرائیل پوځ څومره توغندي وار کړي.

سره لدې چې د اسرائیل پوځ تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي چې د دمشق په هوایي ډګر یې ولې دا تازه بریدونه کړي خوتر دې وړاندې یې په سوریه کې دننه د ایران له ملاتړ برمخنو ملیشو، د لبان حزب الله ملیشو او هم د سوریې د پوځ په ځینو مرکزونو هوایي بمبارۍ کړي.

په سوریې د اسرائیل د پوځ هوایي بریدونه د تیرې اکټوبر میاشتې ۷ مې نیټې راهیسې چې حماس په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ ، ډیر شوي.

اسرائیل د تیرې اکټوبر میاشتې په ۱۲ مې او ۲۲ مې نیټې د دمشق په نړیوال هوایي ډګر او د حلب په هوایي ډګر بریدونه وکړل او دواړه یې له فعالیته وغورځول.
اسرائیل وایي نه غواړي خپل سرسخت دښمن ایران چې د جمهور رئیس بشارالاسد ملاتړ کوي، پدې هیواد کې خپل حضور پراخ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG