د اسرائيل کابینه د جمعې په ورځ جنوري ۱۷ (مرغومې۲۸) له حماس سره د اوربند د تړون په اړه رایه اچوونه کوي، خو متحده ایالتونه وايي ډاډه دی چې تړون به د موجوده طرحې په اساس ومنل شي.
د اسرائيل کابینه داسې مهال له حماس سره د اوربند په تړون رایه اچوونه کوي، چې د غزې مدني دفاع اداره وايي په غزې باندې د اسرائيل د پنجشنبې د ورځې په بریدونو کې حد اقل ۸۰ تنه وژل شوي او سلګونه نور ژوبل دي.
حماس ویلي دي چې د اسرائیل بریدونه د یرغمل شویو ژوند له خطر سره مخامخ کوي. د اسرائيل پوځ ویلي دي چې تېره ورځ یې په غزې کې په ۵۰ ځایونو باندې یې بریدونه کړي دي.
لږ تر لږه د اسرائيل د کابینې دوو غړو له حماس سره د اوربند په اړه خپل مخالفت څرګند کړی دی.
د اسرائيل د ملي ښې اړخ ګوند غړي ایتامار بن ګویر، چې د دغه هېواد د ملي امنیت وزیر دی، ویلي که له حماس سره دا «غیر مسئولانه تړون» تصویب شي، هغه او د حزب غړي به یې له حکومت څخه ووځي.
د اسرائيل او حماس ترمنځ دا تړون، د امریکا، مصر او قطر په منځګړتوب لاسلیک شو او د یکشنبې له ورځې وروسته یې تطبیق پیل کېږي، چې په ترڅ کې به یې فلسطیني زندانیان له یرغمل شویو سره تبادله کېږي او بیا به د جګړې د دایمي بندیدېدو شرایط نهايي شي.
د اسرائیل د صدراعظم دفتر تېره ورځ وویل چې حماس په ورستۍ شېبې کې «د نورو امتیازاتو د ترلاسه کولو په هڅې کې د تړون له ځینو برخو انکار» کړی دی. خو د اسرائیل د کابینې یو غړي وویل چې کابینه به د دې توافق په اړه پرېکړه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې تړون هاغسې چې شوی، تطبیق به شي. هغه وویل: «زه باور لرم او انتظار مې دا دی هاغسې چې مو ویلي، د (اوربند شرایط) به تطبیق شي.»
د مصر د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي دي چې اوربند باید له هر ډول ځنډ پرته پیل شي. حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، اسرائيل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او ۲۵۰ تنه نور یرغمل ونیول شول.
اسرائیل د دغو بریدونو په ځواب کې په غزې باندې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل، چې د فلسطین د روغتیا د چارواکو په وینا تر دې دمه په کې ۴۶۷۰۰ کسان وژل شوي دي او اسرائیل وایي په دغو وژل شویو کسانو کې یې زرګونه د حماس غړي دي.
په دغې جګړې کې د غزې تړانګې اکثریت برخې له خاورو سره خاورې شوې او د ۲.۳ میلیون نفوس څخه یې اکثریت خلک بې ځایه شول.
فورم \ دبحث خونه