د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل د دفاع وزیر پوځ ته له غزې څخه د فلسطینیانو د وتلو لپاره د تیاري امر کړی


ځینې فلسطینیان د شمالي غزې په ویجاړو شویو ودانیو کې اوسیږي.
ځینې فلسطینیان د شمالي غزې په ویجاړو شویو ودانیو کې اوسیږي.

د اسرائیل د دفاع وزیر اسرائیل کاتز د پنجشنبې په ورځ، فبروري شپږمه (سلواغې ۱۸)، وویل چې له غزې څخه د ځمکې، هوا او سمندر له لارې په زیات شمېر فلسطینیانو د وتلو لپاره یې پوځ ته د پلانونو د تیارولو امر کړی دی.

کاتز له غزې څخه د فلسطینيانو د وتلو په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندېز هرکلی کړی او دا یې یو "زړور پلان" بللی دی. د حماس د اورپکو په ضد د اسرائیل د پوځ په ځمکنیو او هوایی بریدونو کې د غزې ډېره برخه ویجاړه شوې ده.

ټرمپ د سه شنبې په ماښام، فبروري څلورمه (سلواغې ۱۶)، د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په سپینې ماڼۍ کې په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالات به د غزې تړانګه تر لاسه کړي، پدې تړانګې کې میشت فلسطینیان به په نورو هیوادونو کې میشت کړي او غزه به د منځني ختیځ په ترټولو ښایسته سیاحتي سیمه بدله کړي. فلسطیني چارواکو د ټرمپ وړاندیز رد کړی دی.

نتنیاهو چهارشنبې ناوخته فاکس نیوز ته وویل چې فلسطینیان د غزې د بیارغونې پرمهال دا سیمه پریږدي او د کار د بشپړ کېدو وروسته کولی شي بیرته راستانه شي.

نتنیاهو وویل: "دا یو د پام وړ نظر دی، او زه فکر کوم چې باید په ریښتیني توګه یې ارزونه وشي، تعقیب شي او ترسره شي، ځکه چې زه فکر کوم چې دا به د ټولو لپاره یو بل راتلونکی تضمین کړي."

د ټرمپ وړاندیز د ملګرو ملتونو په ګډون له پراخو نیوکو سره مخامخ شوی دی. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د خلکو هر ډول جبري بې ځایه کول "د توکمیز پاکولو په معنا ده."

د غزې ډېره برخه د ۱۵ میاشتو جګړو په ترڅ کې په کنډوالو بدله شوې ده.
د غزې ډېره برخه د ۱۵ میاشتو جګړو په ترڅ کې په کنډوالو بدله شوې ده.

د غزې ډېره برخه د ۱۵ میاشتو جګړو په ترڅ کې په کنډوالو بدله شوې ده.

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ټرمپ وړاندیز "په ځینو خلکو کې ژوره اندیښنه او حتی ویره اچولې، او د نړیوالو قوانینو له مخې به د منلو وړ نه وي."

عرب لیګ، چې ۲۲ هېوادونه یې غړیتوب لري، وویل چې د ټرمپ پلان د بې ثباتۍ لامل کیږي او د فلسطیني دولت د جوړېدلو سره مرسته نه کوي.

متحده ایالاتو له اوږدې مودې راهیسې د اسرائیل او فلسطین د څو لسیزو شخړو د حل لپاره په خبرو اترو کې د دوو دولتونو رامنځته کېدو د حل لارې ملاتړ کړی دی.

د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر د چهارشنبې په ورځ وویل: "دوی ته باید خپلو کورونو ته د ستنېدلو اجازه ورکړل شي. دوی ته باید د بیارغونې اجازه ورکړل شي، او موږ باید د دوو دولتونو د حل لارې له مخې، د دوی سره په بیارغونه کې برخه واخلو."

استرالیا، چین، جرمني، ایرلنډ، روسیې، سعودي عربستان او هسپانیا ټولو د ټرمپ له وړاندیز وروسته ویلي چې دوی د دوه دولتونو د حل لارې ملاتړ ته دوام ورکوي.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي‌ چې د ټرمپ وړاندیز به "د نړیوالو قوانینو څخه جدي سرغړونه" وي. عباس په ملګرو ملتونو غږ وکړ چې "د فلسطیني خلکو او د هغوی د جایزو حقونو ساتنه وکړي."

حماس ویلي د غزې تړانګې په اړه د ټرمپ وړاندیز "په سیمه کې د ګډوډۍ او کړکېچ د رامنځ ته کولو یوه لاره ده. ددې پرځای چې له صهیونیستي اشغال څخه د نسل وژنې او د خلکو د بې ځایه کولو د جنایتونو حساب وشي، ورته د سزا پرځای انعام ورکول کیږي."

د امریکا لخوا د غزې د ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ له وړاندیز مخکې، مصر او اردن په وروستیو ورځو کې د هغه دا وړاندیز رد کړی و چې په غزه کې میشت فلسطینیان دې دغو دوو هېوادونو ته کډه وکړي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د غزې له تړانګې څخه د فلسطینیانو د وتلو پرځای په غزه کې د بیارغونې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اسرائیل له خوا له غزې څخه د خلکو ایستل غیر قانوني دي.

ترک په یو بیان کې وویل: "د ځان د ارادې حق د نړیوال قانون بنسټیز اصل دی او باید د ټولو دولتونو لخوا خوندي شي، لکه څنګه چې د عدالت نړیوالې محکمې په دې وروستیو کې یو ځل بیا ټینګار کړی... د اشغال شوې خاورې څخه د خلکو هر ډول جبري لیږد یا اخراج په کلکه منع دی."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش په یوه وینا کې وویل چې "د حل پر ځای، موږ باید ستونزه نوره هم لویه نه کړو. دا اړینه ده چې نړیوالو قوانینو ته ژمن پاتې شو. دا اړینه ده چې د هر ډول توکمیز پاکولو مخنیوی وشي."

د ټرمپ دا وړاندیز په داسې حال کې کړی چې په غزه کې د شپږ اونیو اوربند شوی دی.

په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې د حماس د اورپکو له یو برید وروسته پیل شوه چې له کبله یې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۳۵۰ نور یرغمل شول.

د اسرائیل په ځوابي هوايي او ځمکنیو بریدونو کې، په غزه کې د فلسطیني روغتیایي چارواکو په وینا، له ۴۷ زره څخه ډیر خلک وژل شوي چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي. د اسرائیل پوځ وايي، د حماس ۱۷۰۰۰ وسله وال یې وژلي دي.

چارواکي باور کوي چې ۶۰ یرغمل لاتراوسه د حماس سره پاتې دي، چې متحده ایالات یې ترهګره ډله بولي.

د روان اوربند په لومړي پړاو کې حماس تر اوسه ۱۸ تنه یرغمل خوشې کړي دي، په داسې حال کې چې اسرائیل په بدل کې سلګونه فلسطینیان له خپلو زندانونو څخه ازاد کړي دي. د اوربند د دوهم پړاو په اړه خبرې روانې دي او تمه کیږي چې په ترڅ کې یې پاتې ټول یرغمل خوشې شي او اسرائیلي ځواکونه له غزې څخه په شا شي.

ددې راپور ځینې معلومات له اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG