د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سه شنبه فبروري څلورمه (سلواغې ۱۶) د غزې تړانګې اخیستو لپاره یوه طرحه په ډاګه کړله.
ښاغلي ټرمپ چې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره یې په سپینې ماڼۍ کې په ګډ خبري کنفرانس کې وینا کوله وویل چې متحده ایالات به د غزې تړانګه تر لاسه کړي، پدې تړانګې کې میشت فلسطینیان به نورو هیوادونو کې میشت کړي او دا سیمه به د منځني ختیځ په "ریوریا" بدله کړې.
ریوریا د فرانسې او ایټالیا تر منځ د مدیترانیې بحیرې په اوږدو کې پرته بندري سیمه ده چې د ښایست، اقلیم او سیاحتي ځایونو درلودو له کبله ځانګړی نوم لري.
ټرمپ پدې تیرو څو اوونیو کې په پرله پسې توګه د غزې تړانګې په هکله داسې نظریې خپرې کړي چې عربي هیوادونو ورسره مخالفت ښودلی. هغه د سه شنبې په ورځ یو ځل بیا وویل چې په جګړو کې خرابه شوې غزې څخه به د ناچاودل شویو بمونو او خاورو خزلو په لیرې کولو سره داسی اقتصادي ځای ترې جوړ کړی چې "باور یې نشي کیدی".
ټرمپ وویل، "متحده ایالات به د غزې تړانګه تر لاسه کړي او مونږ به یو څه ورسره وکړو. مونږ به یې ملکیت ولرو".
د متحده ایالاتو جمهور رئیس پرته لدې چې نور جزییات ورکړي او د کوم هیواد نوم یاد کړي، وویل چې په منځني ختیځ کې په "لوړترینه کچه" مشرتابه د دې مفکور ملاتړ کوي او بیا یې د مصر او اردن څخه وغوښتل چې د غزې بې ځایه شوي خلک پخپلو هیوادونو کې ځای پر ځای کړي.
دې دواړو هیوادونو او پخپله د فلسطین چارواکو او ولس د ټرمپ دا مفکوره رد کړیده.
د اسرائیل مشر هم ویلي چې د ټرمپ دا پلان ښایي تاریخ جوړ کړي او زیاته یې کړه چې پدې ارزي چې پام ورته وشي.
ښاغلي ټرمپ چې ویلي دي غزې ته د تګ پلان لري، دا یې هم ویلي چې دا تړانګه به د فلسطینیانو لپاره ونه رغول شي.
هغه د دې تړانګې په هکله وړاندې وویل، "دا (غزه) باید د هغو خلکو لپاره د بیارغونې او قبضې بهیر څخه تیره نشي چې هلته ژوند کوي، مړه شوي او خراب وضعیت کې ژوند کوي".
بل پلو په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي، ریاض منصور د ښاغلي ټرمپ دا نظریه رد کړې او ویلي یې دي چې غزه د فلسطیني ولس خاوره ده.
ښاغلي منصور لیکلي، "زمونږ هیواد، زمونږ هیواد دی. زه فکر کوم چې مشران او خلک باید د فلسطین د ولس د ارمانونو درناوی وکړي".
د امریکا جمهور رئیس د خپل پلان په هکله جزییات ندي ورکړي خو دیته یې هم اشاره کړې چې ښایي ددې کار د اجرا کولو لپاره سیمې کې د امریکایي ځواکونو ځای پر ځای کولو ته اړتیا وي.
سره لدې چې ټرمپ ویلي چې مصر او اردن به د غزې بې ځایه شوي وګړي ومني خو د مصر، اردن، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر لوړ پوړو دیپلوماتانو د روانې فبروري میاشتې په لومړۍ نیټې په قاهره کې د یوې غونډې په ترڅ کې د فلسطینیانو هر ډول جبري بې ځایه کول رد کړل.
دغو لوړپوړو عربي دیپلوماتانو په دې اعلامیه کې ټینګار کړی چې دوی د جوړجاړي، شړلو، د کورونو ویجاړولو، یو ځای کېدو، بې ځایه کېدو، په بل ځای کې د مېشتېدو لپاره د سیمې تخلیې او له خپلو سیمو څخه د وتلو لپاره هڅونې په ګډون ټولې هغه لارې چارې ردوي چې له امله یې فلسطینیان له خپلې خاورې څخه جلا کېږي.
له دې وړاندې په سیمه کې د متحده ایالاتو دوو متحدینو مصر او اردن له فلسطینانو څخه د غزې د تړانګې د پاکولو په اړه د ټرمپ وړاندیز په مکرره توګه رد کړی دی.
فورم \ دبحث خونه