د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل په هوایي برید کې په دمشق ۱۵تنه وژل شوي – د څار ډله 


په دمشق د اسرائیل هوایي برید
په دمشق د اسرائیل هوایي برید

د سوریې په پلازمینه دمشق کې د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۹ (سلواغې ۳۰) سهار وختي د اسرائیل په هوايي برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او ددې ښار په یوه ناحیه کې چې څو دولتي امنیتي ادارې په کې دي، یوې ودانۍ ته سخت زیان اوښتی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن وویل، د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې د سوریې په پلازمېنه کې د اسرائیل تر ټولو په خونړي برید کې د دوو ښځو په ګډون څو تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

په بريتانيا کې مېشتې دغې څارونکې ډلې ويلي، د شپې په بريد کې د دمشق ښار په کفر سوسا ولسوالۍ کې يو سړک نړېدلی او شاوخوا یوه لس پوړيزه ودانۍ ويجاړه شوې ده چې د لوړ پوړو دولتي چارواکو او د سوريې د استخباراتو مرکزي دفترونه پکې دي.

د څار دغې ډلې ویلي، همداشان یوه ښځه د پلازمېنې په مزرا ولسوالۍ کې له هوا څخه د سوریې د الوتکو ضد توغنديو د رالویدو په وجه وژل شوې ده.

دا سمدلاسه نده څرګنده شوې چې د اسرائیل د برید هدف څوک و، د فرانس پرس خبریالانو راپور ورکړی چې دغه برید ښار ولړزاوه او په یوه کوڅه کې یې یو لوی سوری جوړ کړ او د نږدې ودانیو کړکۍ یې هم ماتې کړې.

د څار دغه ډله، چې په سوریه کې دننه د اطلاعاتو پراخې شبکې لري، زیاتوي چې نور توغندي تیره شپه دمشق ته نږدې د رژیم د ملاتړو ایراني او حزب الله جنګیالیو په ګودامونو لګیدلي.

د سوریې دفاع وزارت د کفر سوسا په ولسوالۍ د تیرې شپې برید تائید کړی او ویلي یې دي چې په کې د یو سرتېري په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي چې د ځینو حالت نازک دی.

د دفاع وزارت په یو بیان کې ویل شوي له نیمې شپې لږ وروسته «اسرائیلي دښمن د اشغال شوي ګولان له لوړو څخه د دمشق او شاوخوا سیمو په ګډون د استوګنې ګڼې سیمې په نښه کړې».

دغه وزارت همداشان په بیان کې زیاته کړې چې د سوریې دفاعی ځواکونو څو توغندي ویشتلي دي.

د سوریې د لرغونو اثارو د څانګې مشر، نذیر عواد، ویلي چې د "اسرائیلي توغنديو" د لګیدو په نتیجه کې د دمشق د منځني پیړۍ یوه تاریخي ودانۍ هم "سخته زیانمنه شوې ده".

د اسرائیل د پوځ یو ویاند د یکشنبې په ورځ وویل: "اسرائیل د بهرنیو رسنیو په راپورونو تبصره نه کوي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د یکشنبې په ورځ وویل چې «په دمشق او د هغه په څنډو کې د استوګنې د ودانیو په ګډون په اهدافو باندې د صهیونیستي رژیم حملې په کلکه غندو».

د سوریې شخړه په ۲۰۱۱ کال کې د سوله ییزو اعتراضونو د وحشیانه ځپلو په نتیجه کې پیل شوه او په کې د ګڼو بهرنیو قدرتونو او نړیوالو جهادیانو د ښکیلتیا په وجه وغځېده.

ملګري ملتونه وايي‌ چې پدې جګړه کې نږدې نیم میلیون خلک وژل شوي او د هیواد شاوخوا نیمایي نفوس د جګړې په وجه د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG