د فلسطین رسمي خبري اژانس او د غزې د ملکي دفاع ادارې د چهارشنبې په ورځ جنورۍ اول (مرغومي ۱۲) وویل چې د غزې په شمال جبالیا سیمه کې د اسرائیل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي دي.
د اکټوبر له شپږمې راهیسې د اسرائیل پوځ د غزې په شمال کې په خاصه توګه د جبالیه ښار او د هغې په څنګ کې د کډوالو کمپ په نښه کولو لپاره پراخ ځمکني او هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
د اسرائیل پوځ وايي هڅه کوي چې پدې سیمه کې د حماس د وسله والو د بیا تنظیمیدو مخه ونیسي، دا په داسې حال کې دي چې د غزې د ملکي دفاع اداره وايي چې په دې عملیاتو کې تر اوسه په زرګونو ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ملکي دفاع د ادارې ویاند محمود بسال د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د نیمې شپې وروسته په دغه ډله ییزه وژنه کې د جبالیا په ښارګوټي کې په یوه کور کې چې بې ځایه شوي خلک په کې اوسیدل، ۱۵ تنه شهیدان شوي او تر ۲۰ زیات ټپیان شوي دي.»
د اسرائیل پوځ، پدې هکله د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې د راپور شوي برید په په اړه پلټنه کوي.
د غزې د ملکي دفاع د ادارې ویاند محمود بسال وویل، هغه کسان چې په کور کې اوسېدل د بدره، ابو ورده او تاروش د کورنیو غړي وو چې هلته یې پناه اخیستې وه.
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د جګړې له پیل راهیسې د غزې څه ډپاسه ۲.۴ میلیونه وګړي لږترلږه یو ځل بې ځایه شوي دي.
په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه په اسرائیل برید وکړ، چې په پایله کې یې ۱۲۰۸ کسان ووژل شول. فرانس پرس د اسرائیل د رسمي شمیرو له مخې ویلي چې ددغو وژل شویو کسانو اکثریت یې ملکي وګړي وو.
د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیل په غبرګون کې تر اوسه پورې په غزه کې لږ تر لږه ۴۵۵۵۳ کسان وژل شوي، چې اکثریت یې ملکي وګړي دي، هغه شمېرې چې ملګري ملتونه یې باوري ګڼي.
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه