د لاس رسي وړ اتصالات

د کیم جونګ اون خور: د شمالي کوریا هستوي وسلې کولای شي جنوبي کوریا 'له منځه' یوسي


د شمالي کوریا د  رهبر کیم جونګ اون خور
د شمالي کوریا د  رهبر کیم جونګ اون خور

د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون خور د سې شنبې په ورځ اپرېل پنځمه (وري ۱۶) د جنوبي کوریا اردو ته خبرداری وکړ چې پر شمالي کوریا د برید په صورت کې به پیونګ یانک د خپلو اټمي وسلو په کارولو سره جنوبي کوریا له منځه یوسي.

فرانس پرس خبري آژانس د شمالي کوریا د رسنیو په استناد راپور کې ویلي چې دا په تیرو درې ورځو کې د شمالي کوریا د دوهم مهم مقام کیم یو جونګ له غوسې ډکې څرګندونې دي.

د اغلې جونګ د غوسې ډګې پرله پسې څرګندونې وروسته تر هغه رامنځته کیږي چې د جنوبي کوریا د دفاع وزیر سو ووک تیره اونۍ پر«شمالي کوریا باندې له مخکې برید په اړه» خبرې وکړې.

د کیم یو جونګ څرګندونې پر داسې مهال رامنځته کیږي چې شمالي کوریا په روان میلادي کال کې څو بالستیک میزایل و ازمویل.په وروستۍ پېښه، پیونګ یانګ د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې د لومړي ځل لپاره تر ۲۰۱۷ کال وروسته خپل تر ټولو قوي او ستر بین البراعظمي میزایل و ازمایلو.

د جنوبي کوریا د دفاع وزیر د تیرې جمعې په ورځ وویل چې د هیواد اردو یې داسي میزایل لري که چیري شمالي کوریا د میزایلو د توغولو نیت وکړي د جنوبي کوریا میزایل به یې په شمالي کوریا کې په دقیق او چټکۍ سره هدف وګرځوي»

د جنوبي کوریا د دفاع وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس () د اغلې کیم یو جونګ له قوله راپور ورکړی چې دا ډول اقدامات به «لویه تیروتنه» وي او سوو ووک یې «رواني ناروغ» بللی دی.

کیم یو جونګ چې د پیونګ یانګ له عمده پالیسي جوړونکو سلاکارانو څخه ده، ویلي:که چیري جنوبي کوریا زموږ په مقابل کې نظامي مخامخ کېدل انتخاب کړي، زموږ هستوي وسلې به مجبوره وي چې خپل دنده تر سره کړي.

د شمالي کوریا دغه ځانګړي مقام ویلي چې د پیونګ یانګ لومړی ماموریت به دا وي چې له خپلو هستوي وسلو څخه د یوه «وژونکي ځواک» په توګه استفاده وکړي، خو که چیري وسله واله جګړه پيل شي له دا ډول وسلو څخه به« د دښمن د پوځي قواو د له منځه وړلو» لپاره استفاده وشي.

د اغلې جونګ په وینا د دا ډول «وحشتناکه برید» په نتیجه کې به د جنوبي کوریا پوځي قواوې «د ورکېدو او له منځه تلو له بدبخت برخلیک سره مخ شي.»

د شمالي کوریا دغه چارواکي د جنوبي کوریا اردو ته په خطاب کې همدارنګه وویل چې د دغه هغه هیواد پوځي طاقت دخپل هیواد د پوځي ځواک سیال نه ګڼي.

د ښاغلي سو ووک تر څرګندونو وروسته د شمالي کوریا د رهبر خور تیره یکشنبه هم د جنوبي کوریا پوځ ته په خطاب کې وویل چې که چیري هغوی د فاجعې د مخنیوي غوښتونکي وي خپل ځان دي «انضباط» کړي.

د جنوبي کوریا چارواکو تر دامهاله د شمالي کوریا لخوا د هستوي وسلو د ګواښ په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

شمالي کوریا د خپل اوږد واټن ویشتونکو میزایلو ازمویل وروسته تر هغه وځنډول چې د هغه هیواد رهبر کیم جونګ اون درې ځله د امریکا متحده ایالاتو له پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ سره ولیدل.

خو دواړه لوري په دغه لیدنه کې د کوریا ټاپووزمې څخه د اټمي وسلو په پاکولو ونه توانېدله.دغه مذاکرات په ۲۰۱۹ کال کې له ماتې سره مخ شول او تر هغه وروسته د امریکا متحده ایالاتو او شمالي کوریا ترمنځ مذاکرات بند شول.

XS
SM
MD
LG