د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا له کانګو څخه د خپل وژل شوي سفیر مړی انتقالوي


د ایټالیا ملي بیرغ
د ایټالیا ملي بیرغ

ایټالیا د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته یوه الوتکه استولې ده چې په هغه هېواد کې د خپل وژل شوي سفیر او د هغه د ساتونکي مړي روم ته انتقال کړي.

سفیر لوکا اتاناسیو چې ۴۳ کلن و، تېره ورځ فبروري ۲۲ (کب۴) د ملګرو ملتونو د خوړو د سازمان د پروګرام په یو کاروان کې روان وو چې غلچکی برید پرې وشو او ووژل شول.

د خوړو د سازمان د پروګرام یو موټر چلوونکی مصطفی میلامبو هم په برید کې وژل شوی دی.

پېښه د کانګو د ګوما په ښار کې وشوه.

د دوی مړي د ملګرو ملتونو په یو موټر کې تر هوايي ډګر پورې ورسول شول.

د کانګو د دموکراتیک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر د هوتو ډله چې د رواندا د ازادۍ دموکراتیک ځواک هم بلل کیږي، تورنه کړه چې دا برید یې کړی دی. خو نور جزیات یې ورنکړل.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د کانګو د دموکراتیک جمهوریت حکومت سیمې ته یوه تحقیقاتي ډله استولې چې په دې اړه پلټنې وکړي.

په کانګو کې ۱۲۰ وسله والې ډلې فعالې دي.

XS
SM
MD
LG