د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان له امریکا ۴۰۰ کروز توغندي پیري


د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۷ (کب ۸) وویل چې هېواد یې د چین او نورو ګواښونو په وړاندې د خپلې دفاع د پیاوړتیا دپاره له متحده ایالاتو څخه ۴۰۰ ټاماهاک کروز توغندي پیري

کیشیدا د ولسي جرګې د بودیجې کمیټې ته وویل، چې "زموږ د هېواد پلان د ۴۰۰ کروز توغندویو پېرل دي" او ددې مسلې د پوځي حساسیت له کبله یې نور جزیات ورنکړل.

د دې میاشتې په پیل کې، د جاپان د دفاع وزیر ویلي وو چې جاپان په راتلونکي مالي کال کې د توغندیو د پیرودلو لپاره تقریبا ۲۱۱ میلیارد ین (۱.۵ میلیارد ډالر) ځانګړي کړي دي.

د کیشیدا حکومت غواړي د چین د مخ په زیاتیدونکي پوځي ځواک او اټومي وسلو لرونکي شمالي کوریا د ممکنه توغندیو د ازموینو په وړاندې د جاپان دفاعي ظرفیت لوړ کړي.

پر اوکراین د روسیې یرغل دا وېره هم راپارولې چې کیدای شي چین د تایوان د خودمختاره ټاپو د نیولو هڅه وکړي چې بیجینګ یې د خپلې خاورې برخه بولي.

جاپان د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته سوله ایز اساسي قانون لري، د نظامي ظرفیت په ټیټ ساتلو ټینګار کوي چې یوازې د هېواد د دفاع دپاره بسنه وکړي.

خو تېر کال دغه هېواد پر خپلو یو شمېر اساسي امنیتي او دفاعي تګلارو باندې له سره غور وکړ، او د چین لخوا متوجه شوي ګواښ ته په کتو سره یې پرېکړه وکړه چې تر ۲۰۲۷ کال پورې به د ناټو د معیارونو سره سم، د خپلو ناخالصو داخلي عوایدو دوه سلنه پر دفاعي چارو ولګوي.

XS
SM
MD
LG