د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: هیله لرم د تخلیې عملیات په همدې میاشت کې پای ته ورسیږي


امریکا وایي لا هم لس ګونه زره افغانان او امریکایان پاتې چې باید وایستل شي
امریکا وایي لا هم لس ګونه زره افغانان او امریکایان پاتې چې باید وایستل شي

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وایي هیله لري چې د افغانستان نه د لس ګونو زرو کسانو د ایستلو بهیر د روانې اګست د میاشتې تر ۳۱ مې وروسته ونه غځیږي.

وروسته تر هغه چې طالبانو څه باندې یوه اوونۍ وړاندې کابل ونیوه، لس ګونو زرو افغانانو د کابل هوایي ډګر ته پدې هیله مخه کړې چې د هیواد نه بهر ووځي.

جو بایډن تر دې وړاندې ویلي وو چې د افغانستان نه به د ټولو امریکایي ځواکونو وتل د اګست د میاشتې تر ۳۱ مې بشپړ شي خو اروپایي اتحادیې خبرداری ورکړی چې تر دې نیټې د افغانستان نه د ټولو کسانو ایستل چې باید وایستل شي، امکان نلري.
جمهور رئیس بایډن یکشنبه اګست ۲۲ (زمري۳۱) خبریالانو ته وویل چې هیله لري دغه نیټه ونه غځول شي. هغه وویل ، "ګورو چې څه کولی شو. لا ډیره اوږده لار پاتې ده او ښایي ډیر څه د توقع خلاف پیښ شي. "

د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر په هغې برخې کې چې د امریکایي ځواکونو په کنټرول کې ده، د زورونکو پیښو په هکله جو بایډن وویل چې دا د" وتلو د بیعې برخه ده. "
د امریکا جمهور رئیس زیاته کړه، " د کړاو، مرګ ژوبلې او هغو زړه زورونکو پیښو پرته چې تاسو لیدلي دي، د دومره کسانو ایستل هیڅ امکان لري."

د امریکا جمهور رئیس پداسې حال کې د کابل په هوایي ډګر کې د بې نظیمو پیښیدل مني چې طالبانو یې ملامتي په متحده ایالاتو اچولې.

د طالبانو یو چارواکي امیر خان متقي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې امریکا د خپل ټول قوت او امکاناتو سره په هوایي ډګر کې د نظم په راوستلو کې "ناکامه" شوې. متقي وویل چې د هوایي ډګر پرته په ټول هیواد کې سوله او آرامي ده.
د امریکا متحده ایالات وایي د تیرې اوونۍ راپدیدخوا چې طالبانو کابل نیولی، شاوخوا ۲۸ زره کسان د افغانستان نه په الوتکو کې ایستل شوي. امریکا همدارنګه ویلي چې لا هم ۱۵ زره امریکایي اتباع او د ۵۰ او ۶۰ زرو پورې افغان همکاران پاتې چې باید وایستل شي.


XS
SM
MD
LG