د لاس رسي وړ اتصالات

ډانفورډ: افغانستان کې زموږ ماموریت د پلان پر اساس دوام کوي


له افغانستان څخه د یو شمېر امریکايي سرتېرو د وتلو د راپورونو سره سره د امریکايي ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ وايي، په دغه هېواد کې به د سرتېرو ماموریت د پلان پر اساس دوام ومومي.

سټارز او سټرېپس خپرونې ویلي چې نوموړي دغه څرګندونې پرون دوشنبې د «مرغومې پر دریمه» د نوي میلادي کال د راتلو په مناسبت په کابل کې له سلګونو امریکايي سرتېرو سره د لیدنې پرمهال کړي دي.

ډانفورډ دغه څرګندونې له امریکايي سرتېرو سره د لیدنې پرمهال کړي
ډانفورډ دغه څرګندونې له امریکايي سرتېرو سره د لیدنې پرمهال کړي

هغه ویلي:"مختلفې مختلفې اوازې شااوخوا خپرېږي، ستاسو نننی ماموریت هغه ماموریت دی چې تاسو پرون لاره."

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د ټرمپ ادارې دفاع وزارت ته امر کړی چې له افغانستان څخه د ۷ زره امریکايي سرتېرو د ایستلو پلان ترتیب کړي.

ټرمپ د افغانستان نه د زیاتو عسکرو په را ایستلو غور کوي

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جان سکاټ مېلر د یکشنبې په ورځ سیمه ییزو رسنیو ته ویلي و چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا دفاع وزارت امر لا دوی ته نه دی رسېدلی.

ښاغلي ډانفورډ وویل که چېري یې د بدلون په اړه څه تر لاسه کړل د پوځ له مشرانو سره به یې شریک کړي.

نوموړي زیاته کړه:"که چېري له دې څخه سربېره یو څه موجود وي چې تاسو ته یې ووایو یقیناً چې زه به یې تاسو ته ووایم، جنرال مېلر په دې پوهېږي چې په مناسب وخت کې ممکن کوم بدلون رامنځته شي."

هغه زیاته کړه چې: "اوس مهال تاسو امریکايي سرتېري یاست تاسو ماموریت لری او یوازې ورته دوام ورکړی."

نوموړی د کرسمس د رخصتیو په مناسبت د کابل به جنوب کې د «دهلیک وېسټ» په نوم د امریکايي ځواکونو پوځي کمپ ته ورغلی و.

ارګ: د امریکايي سرتېرو وتل به پر امنیتي برخې تاثیر ونه‌کړي

له افغانستان څخه د نیمايي امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د خپروو شوو راپورونو په غبرګون کې د افغانستان جمهوري ریاست وویل چې د امریکايي سرتېرو وتل به پر امنیتي برخې اغېز ونه کړي.

ارګ وايي، د امریکايي ځواکونو وتل به پر امنیت اغېز ونه کړي
ارګ وايي، د امریکايي ځواکونو وتل به پر امنیت اغېز ونه کړي

د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له‌مخې دا مهال ١۴زره امریکایي سرتېري په افغانستان ماموریت ترسره کوي چې عمده برخه یې د افغان ځواکونو روزل دي.

په افغانستان کې د امریکا په ١٧کلنه جګړه کې چې د دې هېواد اوږده جګړه بلل کېږي څه د پاسه ٢۴٠٠ امریکایي سرتېري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG