د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل هوایي ډګر د امنیت ساتلو طرحې سره د طالبانو مخالفت 


وروسته له هغې چې د ناټو عمومي سرمنشي په کابل کې د کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت موضوع مطرح کړه، ترکیې وویل چې چمتو ده د سرتیرو د وتلو وروسته دغه ماموریت تر سره کړي خو طالبانو بیا د ترکیې له دغه وړاندیز سره خپل مخالفت ښودلی دی.

د ناټو عمومي سرمنشي، ینس ستولتنبرګ تیره میاشت ویلي و چې د ناټو پیمان به د کابل هوایي ډګر د فعالیت جاري ساتلو لپاره بودیجې چمتو کولو کې مرسته وکړي.

د همدغو هڅو په لړ کې د ترکیې دفاع وزیر ویل: «وضعیت ته په کتو، مونږ داسې په پام کې لرو چې افغانستان کې پاتې شو. خو ددغه پاتې کیدو لپاره زمونږ شرایط څه دي؟ سیاسي ملاتړ، مالي او لوژستیکي ملاتړ. که چیرته دغه شرایط مونږ ته ومنل شي، مونږ چمتو یو چې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې پاته شو.»

امریکایي مقاماتو بیا ویلي چې د ترکیې لخوا د دغه کار د ترسره کولو لپاره وړاندې شویو شرایطو باندې به راتلونکې کې بحث وشي.

سره له دې چې تر اوسه دغه وړاندیز په رسمي توګه د امریکا متحده ایالاتو لخوا تایید شوی نه دی او جزییات یې هم شریک شوي‌ نه دي. د طالبانو ډلې بیا ویلي چې ترکي ځواکونه هم باید د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې توافقنامې په اساس افغانستان پریږدي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ترکیه هم په تیرو ۲۰ کلونو کې د ناټو ځواکونو غړې وه او له امریکا سره د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د شوې توافقنامې په اساس باید له افغانستان څخه ووځي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې توافقنامې په اساس ټول بهرني ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د مۍ میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه ووځي خو د امریکا جمهور رئیس جو بایډن بیا وروسته وویل چې د امریکایي ځواکونه به د مۍ په لومړۍ نیټه پیل او د روان کال د سپتمبر د میاشتې یوولسمې نیټې پورې دوام ومومي.

ترکیه دا مهال په افغانستان کې ۵۰۰ سرتیري لري چې ټول یې د د افغانستان پوځ په روزلو اخته دي.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت وایي‌چې د افغانستان هوايي ځواک څخه د ملاتړ د څرنګوالي په اړه بحثونه جریان لري. د امریکا ولسمشر هم د ۲۰۲۲ کال بودیجې کې د افغانستان ملي ځواکونو د تجهیز او روزنې لپاره د ۳.۳ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده. هغه اقدام چې د افغانستان حکومت یې هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG