د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار کې د ښاروالۍ ښاري بسونه فعالیږي


د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې دغه بسونه به په ټول ښار کې فعال شي
د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې دغه بسونه به په ټول ښار کې فعال شي

کابل ښاروالۍ وايي، په نیږدې راتلونکې کې دغه ښار کې عامه ښاري بسونه فعالیږي.

د دغو بسونو ازمایښتي لړۍ د احمدشاه بابا مینې ته غځېدلې سړک په اوږدو کې فعاله کیږي او له هغه وروسته به د کابل ښار په ۱۲ لارو ۲۶۰ بسونه کار پیل کړي.

د ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ دغه بسونه به د ټول ښار ټرانسپورټي چارې پرمخ بوزي.

د یادې ادارې د مطبوعاتو مشر نعمت الله بارکزي په دې اړه نن سه شنبه فبروري ۱۶ (سلواغه ۲۸) امریکا غږ ته وویل: "بسونه چمتو شوي او تمه ده چې ازمایښتي لړۍ په روانې اونۍ کې پرانیستل شي."

افغانستان ته د امریکا او ناټو راتګ سره په تېرو دوه لسیزو کې یو شمېر هېوادونو لکه هند او جاپان په سلګونه بسونه مرسته وکړه.
افغانستان ته د امریکا او ناټو راتګ سره په تېرو دوه لسیزو کې یو شمېر هېوادونو لکه هند او جاپان په سلګونه بسونه مرسته وکړه.

د انټرنشنل امریکایي کمپنۍ دغه بسونه په اتو سلنډرو ډیزلي ماشین حرکت کوي او تمه ده چې د کابل ښار پخوانیو بسونو ته په کتو په ښه کیفیت سرویس وړاندې کړي.

کابل کې اوس مهال د بسونو سرویس په ټپه ولاړ دی. یوازې کوچنۍ ټیکسي او ورته شخصي مورټورنه د لېږد رالېږد چارې ترسره کوي.

درې کاله مخکې د افغانستان حکومت ویلي و چې د یو کال په اوږدو کې به د کابل برکي سیمه د سرای شمالي سیمې سره د مټرو بس له لارې ونښلوي خو دغه خبره تر اوسه نه ده عملي شوې.

د افغانستان پلازمېنه کابل ښار د برښنايي بسونو منظم سیستم درلوده چې د نویمې لسیزې کورنیو جګړو یې دغه ستره شتمني دړې وړې کړه.

له هغه وروسته افغانستان ته د امریکا او ناټو راتګ سره په تېرو دوه لسیزو کې یو شمېر هېوادونو لکه هند او جاپان په سلګونه بسونه مرسته وکړه.

د برښنايي بسونو تشه دغو خدمتونو نشوه ډکولی خو ښاریانو بیا هم له نشتون نه هغه ښه ګڼل. له هغه وروسته د یاد بسونو سرویس هم د ښه مدیریت د نشتون له کبله په ټپه ودرېده.

XS
SM
MD
LG