د لاس رسي وړ اتصالات

کابل د پولیو ویروس د خپریدو لپاره خطرناکه سیمه ده- روغتیا پالان


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

روغتیا پالان پلازمېنه کابل د پولیو ویروس خپرېدو لپاره خطرناکه سیمه ګڼي او د بېلابېلو لاملونو له امله د دغه ویروس مخنیوی هلته تر ټولو مهم بولي.

د دوی په وینا د نفوس ډېروالی، ګرمه هوا او له پاکستانه د کډوالو راتګ هغه لاملونه دي چې په ټول افغانستان کې د پولیو د ناروغۍ خطر زیاتوي.

د پلازمینې کابل یو شمېر روغتیاپالان په دې باور دي چې افغانستان دا مهال د ګوزڼ ویروس له نهو مثبتو پېښو سره لاس او ګریوان دی، نو اړتیا ده چې د کابل تر څنګ په ګڼ مېشتو ولایتونو کې د ویروس د مخنیوي لپاره ډیر څه وشي.

کابل کې د کتلوي معافیت پخوانی مسؤول ډاکټر ګلاخان ایوب وايي، کابل د نورو ولایتونو په پرتله د پولیو ناروغۍ له ډیر ګواښ سره مخ دی.

د نوموړي په وينا، له نورو ګاونډيو ولايتونو څخه کابل ته د خلکو تګ راتګ د دغه ويروس په ډېرېدو کې ډیر کومک کوي.

هغه زیاته کړه: "ګرمې سیمې او د کابل په څېر ګن نفوس ځایونو د نورو ولایتونو په پرتله د پولیو له خطر سره مخ دي، ځکه له یوې خوا هلته نظافت نه مراعت کیږي او له بلې خوا د هېواد له بیلابیلو ولایتونو او په ځانګړې توګه له هغو ځایونو څخه چې هلته د پولیو ویروس لا هم موجود دی، کابل ښار ته خلک کډه کیږی."

د هغه په وينا، دغه خلک بیا په پنډغالو او يا هم د کابل په داسې ځايونو کې ژوند کوي، چې هلته د کورونو کرایه کمه وي او یا هم بېوزله خلک ژوند کوي او د بې وزلو خلکو په منځ کې بیا د خوارځواکۍ کچه ډېره لوړه ده.

د ښاغلي ايوبي په وينا، په ماشومانو کې خوارځواکي هم د پوليو د ناروغۍ د اخته کېدو لپاره مناسب چاپېريال رامنځته کوي او هغه ماشومان چې په خوارځواکۍ اخته وي د نورو په پرتله په دې ناروغۍ ژر اخته کېږي.

نوموړي زیاته کړه: ”خوارځواکي د پولیو خطر زیاتوي، نو ویلای شم چې کابل د نورو ولایتونو په پرتله د پولیو د خپریدو لپاره ډیر مناسب ځای دی. نو له دې ناروغۍ څخه د هېوادوالو د ژغورلو په موخه بايد خپل تول ماشومان چې عمرونه یې له دوو کالو کم وي په روغتیایي مرکزونو کې واکسین کړو او هر ځلې چې د پولیو واکسین کمپاین ترسره کیږي، باید خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکړو.“

هغه له میندو او پلرونو وغوښتل چې خپل ماشومان په لویو لارو کې واکسین کړي او د خپلو ماشومانو له راتلونکي سره لوبې ونه کړي.

نوموړي زیاته کړه: " هرکله چې يوه کورنۍ کابل ښار ته ننوځي بايد خپل ماشومان په لويو لارو کې واکسين کړي ځکه چې هلته د پوليو ټيمونه شتون لري، نو کورنۍ بايد دغه واکسين له پامه ونه غورځوي او ماشومامو ته حتمي د پولیو ضد څاڅکي ورکړي تر څو له دغه ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي."

سږ کال د افغانستان په کونړ، نورستان، هلمند او کندهار ولایتونو کې د ګوزن نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو روغتیايي بنسټونو له خلکو غوښتي چې د پولیو د کمپاین پر مهال خپل ماشومان واکسین کړي، ترڅو د تل لپاره له دغه ناوړه ویروس څخه خلاصون ومومي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG