د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ښار د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ ورځ 


طالبان تیره شپه کابل ته ننوتل او د ښار د ټولو برخو کنټرول یې ترلاسه کړ او نن یې د ښار په بیلابیلو برخو کې ګزمې او پهرې پیل کړي.

نن د دوشنبې په ورځ اګست په ۱۶ (زمري ۲۵) سهار په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه وه او اکثره دکانونه تړلي وو، خو امنیت ټینګ و او د ښار په یو یا دوه برخو کې چې یو شمیر کسانو غوښْتل دولتي ودانیو ته ننوځي او مالونه یې لوټ کړي د طالبانو له خوا یې مخه ونیول شوه او د هغوی د شړلو لپاره یې هوايي ډزې وکړې.

همداشان د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې دننه او بهر په زرګونو خلک د تیرې شپې د یوې بجې راهیسې په دې هیله راټول شوي، چې ګوندې امریکا به یې د هغو افغانانو سره یو ځای دغه هیواد ته ولیږي، چې د امریکا د ځانګړو ویزو د پروګرام له لارې امریکا ته د تللو مستحق ګڼل شوي دي.

نن د دوشنبې په سهار په سلګونو کسانو، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو هوایي ډګر ته د ننوتلو هڅې کولې، که څه هم طالبانو د هغوی د مخنیوي او د خلکو د خورولو لپاره هوايي ډزې وکړې، خو خلک بیا هم دغه ډګر ته د ننوتلو د هڅو څخه لاس په سر نشول.

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې په هوايي ډګر کې میشتو امریکايي ځواکونو هم د خلکو د ګڼې ګوڼې د خورولو لپاره هوايي ډزې کړي، چې د هوايي ډزو له امله شاوخوا پنځه تنه مړه شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي. طالبانو او نه هم امریکايي ځواکونو د پنځه تنو وژل کیدل نه دي تائید کړي. د حامد کرزي هوايي ډګر مخ ته څو تنو امریکاغږ ته وویل، چې غواړي بهر لاړ شي، خو د تللو لپاره لازم اسناد نلري.

د هوايي ډګر وراخوا د کابل په ښار کې د نورو ورځو پرتله نن ترافیک هم کم لیدل کیدل او طالبانو د ښار په ډیرو برخو کې امنیتي پوستې اچولې وي او د ځینو لوړپوړو چارواکو لکه د ملي مصالحې د عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله کور باندې یې هم پهره درولې وه.

د طالبانو د مشر د سیاسي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر په یو پیغام کې خلکو ته د طالبانو له خوا د کابل د نیولو مبارکي ورکړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د یو راپور له مخې ملابرادر ویلي، چې "داسې توقع نه کیده چې طالبان به دا ډول کامیابې ترلاسه کړي. "

ملا برادر دا کامیابي "بې جوړې" وبلله او زیاته یې کړه چې "غرور باید ونلرو. د امتحان وخت اوس رارسیدلی. اوس د دې وخت راغلی چې ملت ته خدمت وکړو او دا چې څنګه هغوي ته د آرامتیا او امنیت ډاډ ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG