د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار ـ هرات عمومي لار بیرته خلاصه شوه ـ چارواکي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

امنیتي مقامات وايي چې تر یوې اونۍ وروسته يې نن سهار وختي د کندهار – هرات عمومي لویه لار بیرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي نن جمعه مارچ ۱۲(کب ۲۲) امریکا غږ ته وويل چې نن سهار وختي افغان ګډو ځواکونو یاده لار د ترافیکو پرمخ پرانيستل.

نوموړی ادعا کوي چې د یادې لارې د خلاصون په تصفیوي عملیاتو کې له تیرو درې ورځو راهیسې د جګړې پر مهال ۳۷ وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان.

دی زیاته وي چې پر یاده لار په لسګونو ماینونه هم لمنځه وړل شوي.

هغه وویل: "د تیرو څو ورځو راهیسې د لومړۍ درجه شهرا د ژړۍ په ولسوالۍ کې بنده وه چې د ګډو ځوکونو د عملیاتو په پایله کې نن سهار بیرته پرانیستل شوه او یاده لار په بشپړه توګه تر امنیتي ولکې لاندي راغلل. وسله والو طالبانو سړک ته نږدې د عامو خلکو د کورونو په وسیله لار بنده کړې وه او ګڼ ماینوه يې پر لار ځای پر ځای کړي وو د لارې د خلاصون په عملیاتو کې ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه نور يې ټپیان شوي تر ۶۸ زیات ماینونه هم لمنځه وړل شوي."

یوه اونۍ پوره شوه چې د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د کندهار – هرات د عمومي لويې لارې ډامبر سړک د مسافرو پر مخ تړل شوی وو.

د یادې لارې مسافر اړ وو چې د ژړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سیمه کې په خامه لار کې تګ راتګ وکړي.

موټر چلوونکي وايي چې په یاده سیمه کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې او د خاورو او مټ له کبله يې د ۱۵ دقیقو منزل ۲ ساعتونو ته رسیږي.

مسافر او موتر چلوونکي وايي چې لاهم په سیمه کې امنیتي ګواښونه موجود دي او دوی د لارې د بشپړه امن کیدو غوښتنه لري.

دوی په جګړه کې له ښکېلو غاړو څخه غواړي چي د عامو مسافرو ستونزي په پام کې ونیسي او پر لویه لار خنډونه ورته جوړ نکړي.

دغه راز موټر چلونکي زیاتوي چې په خامه لار کې د تګ په وجه وسایطو ته د تخنیکي ستونزو د پېښېدو له کبله لوړ مالي زیانونه هم رسیږي.

دا په تیره یوه لسیزه کې لومړی ځل دی چې د کندهار – هرات عمومي لویه لار د کندهار په ژړۍ او میوند ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو له لوري د ترافیکو پرمخ تړل کیږي.

تر دې مخکې د کندهار – لښکرګاه لویه لار چي د میوند په ولسوالۍ کې د کندهار – هرات له لوري لاري څخه جلا کیږي هم د وسله والو طالبانو د حضور له کبله د درې میاشتو لپاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار – هرات د لويې لارې په اړه رسنیو ته کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG