د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار ولایتي چارواکو د ۴۷ طالب وسله والو د وژلو ادعا کړې


په افغانستان کې د پسرلي له پیل راهیسې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې ډیرې پراخه شوي دي.
په افغانستان کې د پسرلي له پیل راهیسې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې ډیرې پراخه شوي دي.

د کندهار په ولایت کې امنيتي مقامات ادعا کوي، چې د دغه ولایت په لویدیځ کې افغان ځواکونو د دوشنبې د ورځې (تلې ۲ مې) راهیسې د وسله والو طالبانو پرمرکزونو عملیات کړې، چې په پایله کې ۴۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

چارواکي وايي، د وسله والو پرضد دا عملیات د ځانګړو افغان ځواکونو له خوا د کندهار او هلمند ولایتونو په سرحدي سیمو کې تر سره شوي.

امنیتي مقامات زیاته وي چې له پرون راهیسې بیا تر نن سهار ۷ بجو پوري د پيل شویو عملیاتو پر وخت د قاطع ماموریت هوايي ځواکونه هم ورسره په عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

د کندهار د امنیه قومندان یوه ویاند څارن غورځنګ افریدي امریکاغږ اشنا رادیو سره په مرکه کې په دغو عملیاتو کې د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا د ۴۱ تنه طالب وسله والو د ژوندي نیولو ادعا هم وکړه.

ښاغلي افریدي وویل "د میوند ولسوالۍ د سره بغل او کانتېنر بازار په سیمو کې چي د وسله والو ۸ مرکزونه پکې فعال وو، دا عملیات تر سره شوي چې په ترځ کې يې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي ۴۱ نیول شوي ۳۵ موټرسائکلان او ۶ عرادي وسایط يې هم د هوايي او ځمکنیو بریدونو پر مهال لمنځه تللي".

چارواکي زیاته وي چي د وسله والو طالبانو د وسلو او مهاتو په ګډون يې د شپې دوربینونه هم تر لاسه کړي.

میوند ولسوالي د کندهار په لویدیځ کې د هلمند د شمالي ولسوالیو او د اروزګان ولایت له جنوبي برخو سره په سرحد کې پرته نا امنه ولسوالي ده.

په دغه ولسوالۍ کې د کندهار د نورو سیمو په پرتله د وسله والو طالبانو او حکومتي قواوو ترمنځ درنې جګړې هم تر سره شوي چي له کبله يې په تېر یوه کال کې دوه ځله پکې د ملي پوځ ۲ قرارګاه وو هم سقوط کړی.

څارمن غورځنګ زیاته وي چې د صفر درې په نوم افغان ځانګړو ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات تر سره کړي او ملکي خلکو ته پکې مرګ ژوبله نده اوښتې.

خو د جګړې سیمه د مخابراتي پوښښ له ساحې څخه بهر او لرې ده او په خپلواکه توګه د ملکي مرګ ژوبلي په اړه دقیق معلومات ندي تر لاسه شوي.

همداشان وسله والو طالبانو د کندهار د امنیتي چارواکو د دغې ادعا په اړه تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG