د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلي: افغانستان کې د سولې لپاره د نړیوالې همغږۍ اړتیا ده


ښاغلی کریم خلیلي اوس مهال د افغانستان د سولې د عالي شورا مشري کوي
ښاغلی کریم خلیلي اوس مهال د افغانستان د سولې د عالي شورا مشري کوي

د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي په بروسل کې د افغانستان د سولې په اړه یو کنفرانس ته په وینا کې په دغه هیواد کې د سولې د ټینګیدو لپاره نړیواله همغږي اړینه وبلله.

ښاغلي خلیلي چې د چهارشنبې په ورځ (مۍ۲۲) یې د بلجیم په پایتخت بروسل کې د افغانستان د سولې د بهیر د ارزولو یو کنفرانس ته خبرې کولې وویل، چې نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول هغه هیوادونه، چې د افغانستان مسلو سره ښکیل دي، د سولې په برخه کې د اسانتیاو رامنځ ته کولو لپاره دې ډیرې هڅې وکړي.

ښاغلي خلیلي وویل "د سولې بهیر باید هراړخیز او د افغانستان د خلکو د هیلو ځواب ویوونکی وي او د ټولو غاړو رضایت تضمین کړي. سولې ته د رسیدلو میکانیزم داسې په پام کې ونیول شي، چې دواړو خواو ته د منلو وړ پایلې له ځان سره ولري".

دا کنفرانس چې د افغانستان د سولې د بهیر د پرمختګونو او ننګونو د ارزولو لپاره د اروپايي ټولنې د سولې د انستیتوت په نوښت جوړ شوی وو په کې د امریکا، اروپايي ټولنې دیپلوماتانو د ګډون سربیره د محمد کریم خلیلي په مشرۍ د سولې د عالي شورا یو شمیر چارواکو هم برخه اخیستې وه.

ښاغلي خلیلي د افغانستان په هکله د نړیوالې ټولنې د همغږۍ غوښتنه په داسې حال کې مطرح کړي، چې په دې وروستیو اونیو کې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي سربیره، افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او هم افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو د مشر د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره جلا جلا کتنې کړي دي.

افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې د اندونیزیا او ازبکستان وروسته جرمني هم د افغانستان د سولې په بهیر کې د مرستې ژمنه کړې ده.

طالبانو استازي اوس مهال په دوحه کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د یو امریکايي پلاوي سره په خبرو بوخت دي.

د دغو خبرو شپږم پړاو د روانې مۍ د میاشتې په لسمه پای ته ورسید.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، پر امریکا د بریدونو لپاره د افغانستان خاوره نه کارول د طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د خبرو په اجندا کې شاملې مسلې دي.

XS
SM
MD
LG