د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد د کانگرس غړو ته د افغانستان د سولې په اړه معلومات ورکړل


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیزاد د کانگرس غړو ته له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ (مۍ۲۲) د بندو دروازو تر شا د متحدو ایالتونو د کانگرس غړو ته له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه معلومات ورکړل او هغوی هم په چوپه خوله واوریدل.

د امریکا د سنا د بهرنیو چارو د کمیټې مشر جېم ریش وویل چې باور لري خلیزاد په خبرو کې پرمختگ کړیدی. هغه وویل "اصل مسله دا ده چې څومره پرمختگ شویدی او کله یوې حتمي نتیجې ته رسیدلی شي."

ښاغلي ریش وویل پدی پوهیږي چې خلک غواړي ژر دغې مسلې ته د حل لار پیدا کړي خو هغه وویل چې دا یوه ډیره پیچلې مسله ده او هغه د نیوکو نیت نه لري.

د نیو جرسي ایالت نه دیموکرات سناتور باب مینندیز د افغانستان د سولې خبرو په اړه وویل "د هر چا پشان مونږ هم غواړو چې خپل عسکر بیرته راولو. خو دغه هدف ته مونږ څنگه رسیږو، دا ډیره مهمه ده."

د یادونې وړ ده چې د هغه نه وروسته چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې د خبرو لپاره ټاکلی دی، دا لومړی ځل دی چې هغه پدې اړه کانگرس ته خبرې کړیدي.

زلمی خلیلزاد وایي چې هغوي د طالبانو سره د خبرو په لومړي پړاو کې د افغانستان د سولې لپاره د چوکاټ د ټاکلو په لړ کې پرمختگ کړیدی.

په افغانستان کې د هغه نه وروسته چې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د سولې لپاره خبرې شروع شویدي، داسې هیلې را ژوندۍ شویدي چې د اوربند په اړه به موافقه وشي.

څه موده مخکې د کانګرس غړو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ته یو لیک استولی و او ورته یې ویلي وو چې ښاغلی خلیلزاد دې کانګرس ته واستوي چې له طالبانو سره د سولې د روانو مذاکراتو په اړه هغوی ته معلومات ورکړي. دغو غړو دا هم ویلي وو چې په دغو خبرو کې "شفافیت" نشته.

XS
SM
MD
LG