د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد هرات کې د افغان ځواکونو برید غندلی؛ دفاع وزارت پلټنو ژمنه کړې


د ادرسکن ولسوالۍ د برید په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي چې د هرات حوزوي روغتون ته وړل شوي
د ادرسکن ولسوالۍ د برید په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي چې د هرات حوزوي روغتون ته وړل شوي

سفیر زلمي خلیلزاد د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ کې د چهارشنبې د ورځې جولای ۲۲ (زمري ۲) د افغان ځواکونو هوايي برید، چې ملکیانو ته په کې د مرګ ژوبلې د رسیدلو ادعا شوې غندلی او د دفاع وزارت له خوا د دغې پیښې د پلټنې ملاتړ یې کړی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي سفیر زلمي خلیلزاد د خپل ټویټر په پاڼه د دې برید د غندلو ترڅنګ ویلي، چې د قبرونو زیاتیدل به د بین الافغاني خبرو د ژر پیلیدو سره مرسته ونه کړي.

" په افغانستان کې تیر ۲۴ ساعتونه ډیر د تاوتریخوالي ډک و، چې په ترڅ کې یې ډیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هرات کې د تصویرونو او د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې د ماشومانو په ګډون ډیر ملکیان د افغان ځواکونو د هوايي برید قرباني شوي دي. مونږ برید غندو او د پلټنو ملاتړ کوو".

ښاغلي خلیلزاد د ښکیلو غاړو د ملکي وګړو د ساتنې او ژر ترژره د بین الافغاني خبرو د پیلولو غوښتنه هم کړې ده.

د چهارشنبې په ورځ د ادرسکن په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې، چې د سیمه ییزو چارواکو پر وینا د طالبانو پر یوې غونډې شوی د ماشومانو په ګډون یو شمیر ملکیانو ته هم په کې د سر زیان رسیدلی دی.

تراوسه ملکیانو ته د سر د پیښ شوي زیان په اړه دقیق معلومات نشته دی.

د سیمې اوسیدونکو ادعا کړې، چې په دغه برید کې اته ملکي وګړي وژل شوي او لسګونو نور ټپیان شوي دي.

د دغه برید وروسته د ماشومانو په ګډون یو شمیر ملکیان د هرات حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې د هرات د ادرسکن ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو په اړه د خبرو شوو رپوټونو وروسته ویلي، چې د دغې ادعا د سپناوي لپاره د پیښې پلټنه کوي.

دا اعلامیه وايي" ملي دفاع وزارت هغه ادعاوې چې ګنې د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ په «خم زیارت» سیمه کې ملکي وګړو ته زیان رسېدلی دی، په جدي ډول څېړي او بررسي کوي".

دفاع وزارت ویلي، چې د پلټنو پایلې به ژر له خلکو سره شریکې کړي.

د دفاع وزارت ویلي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو د ځان او مال ساتنې مسوولیت پر غاړه لري او د افغانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد په دغه برید کې د ملکي تلفاتو ته د سر د پيښ شوي زیان په باب نن د دفاع په وزارت کې یوې غونډې ته وویل، چې دغه وزارت د هوايي برید ویديوي تصویرونه لري، چې په سیمه کې د برید پر مهال د طالبانو حضور په څرګنده ښيي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې دا برید د بګرام له زندان څخه تازه د دغې ډلې د یو خوشې شوي بندې په کور شوی دی.

طالبانو ادعا کړې، چې دا برید هغه مهال شوی، چې د سیمې اوسیدونکي د دغه خوشې شوي طالب بندې ستړي مشي ته ورغلي وو.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدې د ادعا له مخې په برید کې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد، وایي د هغوی اطلاعات ښیي چې د طالبانو "په لسګونه پیژندل شوي قوماندانان" د "خم زیارت" په ساحه کې راټول شوي وو او پداسې حال کې چې د هرات په ښار کې یې پر دولتي تاسیساتو د تروریستي بریدونو پلان جوړاوه د افغان هوایي ځواک له خوا په نښه شول.

محمد امین، چې په دغه برید کې په سطحي توګه ټپي شوی امریکا غږ ته وویل کله چې میلمانه په واده کې راټول شول "د ملي اردو دوو الوتکو" میلمنو ته نژدې پر موټرو بمونه واچول.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم ویلي، چې په هرات کې ملکي وګړو ته د سر د پيښ شوي زیان په اړه رپوټونه ارزوي.

د دغه کمیسیون مشرې میرمن شهرزاد اکبر د خپل ټویټر په پاڼه له ښکیلو غاړو غوښتي، چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG