د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: غني او عبدالله باید د ملي وحدت حکومت اشتباګانې تکرار نکړي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي موافقې د هرکلي په ترڅ کې ویلي دي چې دغه دوه مشران باید هغه اشتباګانې تکرار نکړي چې د ملي وحدت په حکومت کې موجودې وې.

د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو په پای کې له پنځو میاشتو سیاسي جنجال وروسته د جمهور رئیس غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د یکشنبې په ورځ می ۱۷ (غوایي ۲۸) سیاسي موافقه لاس لیک شوه.

ښاغلي خلیلزاد ددغه موافقې له لاس لیک نه څو ساعته وروسته د ټویټر په څو پیغامونو کې ددغو دوو مشرانو د "ټول شموله حکومت د جوړولو" د سیاسي موافقې څخه د هرکلي په ترڅ کې لیکلي دي چې ددې موافقې طرحې لس اونۍ وخت نیولی دی.

د نوي تړون له مخې عبدالله عبدلله به د ملي مصالحې د شورا مشر وي چې له طالبانو سره د سولې اړوند مسایل پر مخ یوسي او دا بهیر رهبري کړي.

ښاغلي خلیلزاد په یو ټویټ کې د جګړې د پای ته رسیدو په اړتیا او په افغانستان کې د سولې د بهیر پر پرمختګ باندې په ټینګار سره لیکلي دي: "ډاکتر عبدالله باید په پوره چټکتیا او لومړیتوب سره پرمخ ولاړ شي او د افغانستان د اوسني حکومت له لورې باید په مخلصانه توګه ملاتړ وشي".

د افغان مشرانو ترمنځ د موافقې له لاس لیک څو شیبې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دواړو مشرانو سره په تیلیفون کې خبرې وکړې او د دغه تړون په اړه یې مبارکي ورکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي‌ چې ښاغلي پمپیو دواړو مشرانو سره خبرو کې ټېنګار وکړ چې: "لا هم د جګړې د ختمولو لپاره سیاسي جوړجاړی د امریکا لپاره لومړیتوب لري. "

د ښاغلي غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي جنجال حتا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اړ کړ چې افغانستان ته لاړ شي. هغه د مارچ په ۲۳ د ښاغلي غني او عبدالله سره له لیدنې وروسته د هغوی سیاسي کړکیچ د "امریکا ملي ګټو ته مستقیم ګواښ" وګاڼه او د افغانستان سره یې د امریکا په مرستو کې د یو میلیارد ډالرو د کولو خبر ورکړ.

هغه همداشان خبرداری ورکړی و چې که سیاسي کړکیچ د امریکا پر مشرۍ د سولې د هڅو مخنیوی وکړي امریکا به په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان سره مرستې یو میلیارد ډالر نور هم راکم کړي.

XS
SM
MD
LG