د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد:بین الافغاني مذاکرات د امریکا او طالبانو تر موافقې وروسته پیلېږي


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، «بین الافغاني» مذاکرات به د امریکا او طالبانو تر موافقې وروسته پيل شي.

خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت تېره ورځ وویل، چې ټاکل شوې تر دوو اونیو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

نوموړي پرون ناوخته د «جولای پر ۲۸مه» پر خپل ټویټر لیکلي:"د بین الافغاني خبرو په اړه په کابل کې ډېرې اوازې دي،د دې لپاره چې خبر واضح شي،بین الافغاني مذاکرات به هغه مهال وشي کله چې موږ «امریکا او طالبان» خپل توافقات نهايي کړو."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره میاشت کابل ته د خپل سفر پرمهال ویلي، هیله من دی چې د روان کال د سپتمبر تر لومړۍ نیټې د طالبانو له ډلې سره موافقې ته ورسیږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت تېره ورځ په خپلې اعلامیې کې ویلي و افغان حکومت د یادو مخامخ خبرو لپاره د ۱۵ کسیز مرکچي پلاوي پر ټاکل کېدو کار کوي.

دغه وزارت همدارنګه ویلي، چې په دغه پلاوي کې به د دوحې د تېرې بین الافغاني غونډې د ګډونوالو ترڅنګ یو شمېر نور کسان هم شامل وي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، له طالبانو سره په دغو پراخ بنسټه مذاکراتو کې به لوړپوړي افغان چارواکي، د ګوندونو او ښځو استازي هم شامل وي.

هغه ویلي:"بین الافغاني مذاکرات به د طالبانو او یو پراخ بنسټه او موثر ملي مرکچي پلاوي له لوري چې په هغه کې به لوړ پوړي افغان چارواکي، د مهمو سیاسي ګوندونو استازي او د ښځو او مدني ټولني غړي شامل وي، تر سره شي."

پر همدې مهال د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي، چې د بهرنیو سرتېرو د وتلو د مهالوېش تر اعلان وروسته به د ټولو سیاسي جهتونو له مشترک مذاکراتي ټیم سره بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

نوموړي ویلي چې کابل به د حکومت په حیث نه بلکي د نوموړي په وینا د نورو سیاسي جهتونه په څیر یو جهت وي.

د بین الافغاني مذاکراتو په اړه دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي جې ټاکل شوې روانه اونۍ په دوحه کې امریکايي او طالب استازي د افغان سولې په اړه اتم پړاو مذاکراتو ته سره کښېني.

XS
SM
MD
LG