د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په اړه دوحې او سیمې ته سفر پیل کړی دی.
نوموړي تېره شپه سپټمبر ۲۹ (تلې اتمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د یاد سفر پر مهال به له خپلو شریکانو سره د افغانانو په مشرۍ د سولې مذاکراتو او تر هغه وروسته د سیمه ییز اتصال او سوداګرۍ د ودې او پراختیا په اړه خبرې وکړي.
ښاغلی خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سولې په اړه قطر ته سفر پیلوي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ډلو ترمنځ د ځینو اختلافي مسائلو له امله عمومي بحثونه نه دي پيل شوي.
نوموړي ویلي چې افغانان او نړیواله ټولنه له یادو مذاکراتو تمه لري چې د راتلونکي سیاسي نقشې او هر اړخیز اوربند په لور حرکت وکړي.
د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات د روانې سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه په دوحه کې پرانیستل شول.
د افغان حکومت د مذاکراتي ټېم غړي او ویاند نادر نادري د سپټمبر په ۲۷ ویلي چې د دواړو لورو د تماس ډلو د اختلافي مسائلو د هواري په اړه بحثونه کړي دي.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم تیره ورځ په پاکستان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په قطر کې بین الافغاني مذاکراتو ته په اشارې وویل چې دغه هڅو د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو برخه کې مناسبه زمینه او هیلې پیدا کړي دي.