د لاس رسي وړ اتصالات

زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی


زلمی خلیلزاد به له افغان چارواکو سره د سولې په اړه خبرې وکړې
زلمی خلیلزاد به له افغان چارواکو سره د سولې په اړه خبرې وکړې

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن چهارشنبه د دسمبر۴ «لېندۍ۱۳مه» کابل ته راغلی دی.

رویټرز خبري اژانس د ځینو افغان چارواکو له خولې لیکلي دي چې ښاغلی خلیلزاد به له ولسمشر غني سره د سولې د خبرو د بیا پيلولو په لارو چارو وغږیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي پر خپل ټوېټر لیکلي، چې له ښاغلي خلیلزاد سره یې لیدلي او پر سولې غږېدلي دي.

هغه لیکلي :"موږ د تاوتریخوالې د کچې راکمېدو او د ملکي تلفاتو د کچې صفر ته پر راټیټېدو خبرې وکړې."

تر ښاغلي خلیلزاد مخکې ولسمشر ټرمپ هم په ناببره سفر افغانستان ته تللی و. هغه افغانستان ته خپل سفر بریالی او له ولسمشر غني سره خپل ملاقات عالي بللي وو.

تر دا مهاله له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د ښاغلي خلیلزاد د لیدنې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

زلمی خلیلزاد پر داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې طالبانو ته د نژدې سرچینو په وینا ټاکل شوې د روانې ډسمبر میاشتې پر ۱۲مه یو ځل بیا د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو خبرې پیل شي.

هغه کابل ته تر روانېدو مخکې پر خپل ټوېټر لیکلي و، چې ناټو، افغان ځواکونو او طالبانو په ننګرهار کې د وروستیو عملیاتو پرمهال داعش ډله ځپلې ده.

XS
SM
MD
LG