د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: بین الافغاني مذاکرات د افغانستان لپاره بې سارې شېبه ده


بین الافغاني خبرې د تیرې شنبې په ورځ پرانیستل شوې.
بین الافغاني خبرې د تیرې شنبې په ورځ پرانیستل شوې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د بین الافغاني خبرو پيلېدل یوه بېسارې شېبه بللې ده.

زلمي خلیلزاد په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلامیې ته په اشاره ویلي چې د مذاکراتو له لارې په افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي او سولې بهیر څخه پراخ نړیوال ملاتړ وجود لري.

هغه د سپټمبر ۱۹(وږې۲۹) پر خپل ټویټر یو ځل بیا ویلي چې "له دغه فرصت څخه باید ګټه واخیستل شي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تیرې جمعې په ورځ سپټمبر ۱۸مه په دوحه کې د افغان سولې په اړه د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو هر کلی وکړ.

خو د دې ترڅنګ یې په یاده اعلامیه کې د افغانستان پر «حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي» ټینګار هم شوی.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ روانې خبرې هغه څه دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې یې غوښتنه شوې وه.

بین الافغاني خبرې د تېرې اونۍ د شنبې په ورځ په دوحه کې پیل شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو، امنیت شورا، اروپايي ټولنې، ناټو، د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان او ګڼو هیوادونو یې هر کلی وکړ.

د دغو خبرو هدف په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو ته د لارې موندل دي.

XS
SM
MD
LG