د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د "اقامت" پر سر شخړې کې څلور کسان ووژل شول


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په خوست کې چارواکي وایي په يوه جومات کې د "لمانځه د اقامت" پر سر د رامنځته شوې وسله والې نښتې په نتيجه کې څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د خوست د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسؤل عادل حيدر وايي چې ياده نښته د دوشنبې (مارچ۹) مازديګر شاوخوا څلور نيمي بجې د دغه ولايت د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د دلپوريو په کلي کې رامنځته شوې ده.

د پېښې يو عيني شاهد او قومي مشر حاجي فيض محمد امريکاغږ ته وويل چې په امام پسې د لمانځه لپاره د اقامت ويلو پرسر لومړۍ دوو کسانو لفظي شخړه وکړه او وروسته په وسله والو نښته واوښتله.

هغه زياته کړه: "د ماسپېښين د لمانځه پر اقامت يې لفظي شخړه وکړله، بيا چې کله د مازديګر لمانځه لپاره مو چمتوالی نيوه، په دې وخت کې يې لومړۍ په کوتکو سره ووهل او بيا خبره ټوپکو ته ورسېدله."

د خوست امنيه قوماندانۍ او د سيمې د اوسېدونکو په وينا په ياده نښته کې د يوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي، درې ټپيان دي او د مقابل لوري کورنۍ درې کسان ټپيان شوي دي.

د سيمې يو بل اوسېدونکی عبدالوهاب وايي چې په وژل شويو کې درې وروڼه دي او بل يې وراره دی.

پوليس وايي چې د يادې پېښې د څېړلو لپاره سيمې ته رسيدلي او په دې اړه به وروستي جزئيات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

XS
SM
MD
LG