د لاس رسي وړ اتصالات

دیني عالمان: له اسلامي اړخه د پولیو په اړه خلکو ته ښه پوهاوی ورکولی شو


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د افغانستان په سویل ختیځ زون کې یو شمېر دیني عالمان وايي دوی کولای شي د ګوزڼ ویروس او روغتیا اړوند نورو مسایلو په اړه د اسلام په رڼا کې د خلکو عامه پوهاوی زیات کړي.

د دوی په وینا اسلام کې د ناروغیو په وړاندې وقایه مشروع عمل دی او پدې برخه کې ټول خلک مکلف دي چې خپل اولادونه د ګوزڼ په څېر معلولونکو ناروغیو په وړاندې وقایه کړي.

دا عالمان ټینګار کوي چې د جوماتونو او عامه غونډو له لارې په ډېره اسانۍ کولای شي تر ډېرو خلکو د پولیو په هکله پوهاوی ورسوي.

د خوست د دغو دیني عالمانو باور دی که چیرې ځوانان او د ټولنې هر لوستی قشر د مسؤولیت احساس وکړي او خپلې زده کړې پوهه له نورو سره شریک کړي ټولنیزې ستونزې به تر ډېره بریده هوارې شي چې یوه هم پولیو بلل کیږي.

د خوست یو تن دیني عالم عبدالصمد معاویه وایي، علما د قران او احادیثو په رڼا کې تر هرچا زیات د پولیو او نورو صحي مسایلو په اړه خلکو ته ښه پوهاوی ورکولی شي.

مولوي عبدالصمد په دې هکله امریکاغږ ته وویل:"قران عظیم الشان که الله فرمایي چې تاسو که یوه خبره زده کړئ یعنې د یوې خبرې عالم شوې نو هغه به تر نورو رسوئ او ځان سره به یې نه ساتئ."

نوموړی زیاتوي، که څوک د واکسینو او طبابت په اړه خبره زده کړي نو هغه ته په کار ده چې هغه خبره نورو ته ورسوي خصوصاً علماء چې د ایت او حدیثو په استدلال سره خلک ښه پوهولی شي، یو خو خلک غوږ ښه ورته نیسياو بله دا چې ښه تاثیر لري.

هغه دا هم وویل چې دیني علما کولای شي چې ډیر په اسانۍ د منبر له لارې عامو خلکو ته د واکسینونو او روغتیا په اړه د دین په رڼا کې معلومات ورکړي.

نوموړی ټینګار کوي چې له اسلامي اړخه د پولیو او یا نورو هر ډول ناروغیو پر وړاندې وقایوي تدابیر نیول جواز لري او دا کار په اسلام کې لازمي بلل شوی.

بل لوری ته روغتیا پالان هم د ماشومانو د فلج په هکله زیاتوي چې په کمکیو ماشومانو کې د معافیت کچې ټیټوالی ددې باعث کیږي چې پولیو ویروس په اسانۍ پکې سرایت پیدا کړي.

په خوست کې د ماشومانو یو تن متخصص، ډاکټر ګلاب جان صدیقۍ امریکاغږ ته وویل چې د پولیو د زیات سرایت احتمال په هغو ماشومانو تر نورو زیات لیدل کیږي چې واکسین ورته نه وي تطبیق شوی.

هغه وویل:" که ستر عمر لرونکو اشخاصو خپل د واکسینونو ډوز ترسره کړي وي، د هغوی معافیت قوي وي، خو بر عکس د ماشومانو معافیت ډیر ضعیف وي او دا ویروس په هغوی باندې زر اغیره کولای شي، ځکه نو اکثریت هغه ماشومان په ګوزڼ باندې اخته کیږي چې هغوی ته د پولیو واکسین تطبیق شوی نه وي."

د پولیو یا ګوزڼ په باب وخت ناوخت د پوهاوي بیلابیل پروګرامونه د هېواد په مختلفو سیمو کې دایریږي خو لاهم د لازمې اګاهۍ د نشتوالي تشه په خلکو کې تر ډېره بریده محسوسیږي.

روغتیاپالان غوښتنه کوي چې میندې دې پولیو بابېزه نه ګڼي او د کلیوالي روایتونو په ځای دې هغوی د واکسین په تطبیق سره له ناروغیو خوندي کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG