د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو واکسین په وخت سره تطبیقول، ۹۵ سلنه خوندیتوب رامنځته کوي – روغتیاپالان


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د افغانستان په سوېل ختیځ کې روغتیاپالان پدې باور دي چې که د پولیو یا ګوزڼ واکسین په ټاکلو وختونو کې په منظمه توګه ماشومانو ته تطبیق شي له دې ناروغۍ ۹۵ سلنه د وقایې یا خوندیتوب ډاډ ترلاسه کېدلی شي.

د خوست دغه روغتیایي کارکوونکي او ټولنیز فعالان وایي چې د هېواد په سطحه، لرې پرتو سیمو کې هم د واکسین دتطبیق لپاره شرایط آماده شوي او ټول هغه امنیتي خنډونه لمنځه تللي چې وړاندې به واکسیناتوران ورسره مخ و.

دوی په دې باور دي چې له پولیو ناروغۍ د خلاصون یوازېنۍ لار کوچنیانو ته دوه څاڅکي واکسین رسول دي.

د دغو روغتیاپالانو باور دا دی چې په منظمه توګه د واکسینونو په تطبیقولو سره ۹۵ سلنه ماشومان د فلج یا ګوزڼ په مقابل کې وقایه کیږي او د بدن دفاعي قوت یې پورته ځي.

په خوست کې د ماشومانو یو تن ډاکټر، عاشق الله امریکا غږ ته په دې هکله داسې وویل: " کومو ماشومانو ته چېتراوسه په منظمه توګه د وخت سره سم واکسینونه تطبیق شوي دي۹۰ یا ۹۵ سلنه یې د ژوند ژغورلو یا ددې مهلکې ناروغۍ د انتقال څخه د مخنیوي په لار کې موثر تمام شوي دي."

له بلې خوا د خوست یو شمېر دیني عالمان او ټولنیز فعالان د پوهاوي په برخه کې د شرایطو د چمتوالي په هکله وایي چې د سیاسي بدلون راوروسته، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هم د خلکو د پوهاوي لپاره زمینه سازي شوې او زیاتره خلک د واکسین په اهمیت پوهیدلي دي.

دیني عالم، مفتي سعید امریکاغږ ته په دې هکله داسې وویل: "ما د خپلې ولسوالۍ له علماوو سره لیدلي دي او په همدې هکله مې د پولیو له ټیمونو یا نورو خلکو سره هم ناستې کړې دي. دوی ته مو ویلي، مخکې له دې چې کمپاین پیل شي، باید دیني عالمان، قومي مشران ځوانان خبر شي."

نوموړي زیاته کړه:" زه چې څومره مالومات لرم، اوس د لرې پرتو سیمو دیني عالمان هم په دې متفق دي چې پولیو باید تطبیق شي او د افغانستان ټول علماء په یو غږ باندې دې موضوع ته قایل دي."

یو بل ټولنیز فعال، نقیب الله سیال بیا وايي چې په تیرو دوو کلونو کې په هیواد کې د امنیتي وضعیت په ښه کیدو سره واکسیناتوران لریو پرتو سیمو ته لاس رسی موندلی دی.

نوموړي زیاته کړه، موږ په تیر کې لیدلي چې واکسیناتوران یا د مختلفو ډلو لخوا ترور شوي یا بیرته ژوندي ندي راستانه شوي، یعنې دوی نشول کولای چې په لرې پرتو سیمو کې واکسین تطبیق کړي.

کارپوهان پدې نظر دي چې له افغانستان څخه د پولیو بشپړ مخینوی هله شونې دی چې د مېندو په ګډون په ټولنه کې مخور اشخاص او افراد د پولیو (ګوزڼ) معلولونکې ناروغۍ په ضد روانو هڅو سره په داوطلبانه توګه همکاري زیاته او له بیلابیلو لارو د ګوزڼ په ضد هڅې همغږې او بالاخره نتیجې ته ورسوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG