د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د هوايي برید پر ضد د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې لاریونونه شوي


نن د کابل په ګډون د افغانسان په زیات شمیرولایتونو کې د جمعې د ورځې د لمانځه وروسته په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د اوسیدانې په کور د امریکا د بې پیلوټه ډرون الوتکې د برید غندنې لباره پراخه لاریونونه شوي دي.

کابل کې په یو ستر لاریون کې لاریون کوونکو د امریکا د برید پر ضد لیکلي شعارونه هم ځان لیږدول چې په کې پر کابل د امریکا د وروستي برید د غندني سربیره د افغانستان په چارو کې د امریکا د لاس وهنې د بندیدلو غوښتې هم لیکل شوې وې.

دغو افغانانو همدرانګه پخپلو شعارونو کې ویل: "موږ د افغانستان پر خاوره د امریکا او د هغوی د حامیانو تیری غندو."

لاریونه په کابل او ولایتونو کې په سوله ییز ډول پاې ته ورسیدل. د خوست ولایت کې د نننۍ لاریون یو ګډونوال محمد روف روان نن جمعه اګست پنځمه (زمري ۱۴) امریکا غږ ته وویل: "دا کوم د ډرون برید چې په افغانستان شوی دی د تړون پرخلاف برید دی".

د تیرې یکشنبې په سهار شاوخوا شپږ بجې پر کابل ښار کې د یو راکټي برید په اړه راپورونه ورکړل شول، طالبانو د برید په لومړیو شېیو کې وویل چې د کابل ښار په شېر پور سیمه کې پر یوه خالي کور یو راکټ لګېدلی خو چاته پکې زیان نه دی رسېدلی.

خو د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

ښاغلي بایډن د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته وویل: «عدالت پر ځای شو. که هر څومره وخت تېر شي او که په هر ځای کې پټ شئ، که زموږ خلکو ته خطر پېښ کړئ، متحده ایالات به تاسې پیدا او له منځه یوسي... موږ هیڅکله په شا تګ نه کوو

بایډن ټینګار وکړ چې امریکا به هیڅکله د دې اجازه ورنکړي چې افغانستان د "ترهګرو په پناه ځای" بدل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې د طالبانو حکومت تل نړیوالې ټولنې ته د دې ډاډ ورکړی و، چې د القاعده ډلې ته به هیڅکله پناه ورنکړي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي ایمن‌الظواهري ته په پناه ورکولو سره طالبانو د خپل حکومت رسمیت پیژندلو او نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کولو په برخه کې خپلو تعهداتو ته شا اړولي ده.

د دوحې تړون چې د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې لاسلیک شوی طالبانو ویلي چې د تروریستي ډ‌لو سره به اړیکې پرې کوي او هیچاته به ددې اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد په خلاف استعمال شي.

د سیاسي چارو یو کارپوه احمد سعیدي وايي، چې که چیرې طالبانو حکومت د دوحې تړون په بشپړ ډول عملي کړي په دې صورت کې به امریکا د طالبانو حکومت سره تعامل ته دوام ورکړي او که چیرې د حقایقو له منلو انکار وشي نو طبیعي خبره ده چې د دواړو خواو ترمنځ به ستونزې لا نورې هم زیاتې شي.

ښاغلي سعیدي وویل: " امریکا ورسره تعامل کوي حکومت به پاتې کیږي که طالبان ووايي، چې ایمن الظواهري کابل کې نه و او په دې باندې ټینګاروکړي بندیزونه به زیات شي بالاخره منع د سفر به هم وکړي او اقتصادي فشارونه به زیات شي".

د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو د خبر له خپرېدو شاوخوا درې ورځې وروسته طالبانو تیره ورځ په خپل لومړي رسمي غبرګون کې وویل چې په افغانستان کې د الظواهري د موجودیت په اړه هېڅ معلومات نه لري.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ اګست څلورمه (زمری ۱۳) په دې اړه ویلی دي: « د افغانستان اسلامي امارت د ایمن الظواهري د راتګ او دلته د اوسیدو په اړه هیڅ معلومات نه لري.» خو طالبانو په اعلامیې کې منلې ده چې امریکا په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی او ویلي دي چې په دې کار سره « د افغانستان قلمرو يې نقض کړ، دا يې له ټولو بین المللي اصولو سرغړونه، یوځل بیا یې په کلکو ټکو غندو».

خو طالبانو ادعا کړې ده چې «د افغانستان له خاورې څخه د امریکا په شمول هیچا ته خطر نه دی متوجه شوی، اسلامي امارت د دوحې هوکړي عملي کول غواړي او له هوکړې سرغړونې باید پای ته ورسیږي».

XS
SM
MD
LG