د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کي لسګونه زره ماشومان له پولیو واکسين محروم شوي دي


له هغه مهال راهيسې چې د ګوزڼ ضد واکسين کمپاينونه محدود شوي، په خوست کې له واکسين څخه د پاتې کيدونکو ماشومانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

د روغتيايي مسؤلينو په وينا په وروستي کمپاين کې شاوخوا ١٠٠زره ماشومان له دغه واکسين څخه محروم شوي وو.

د تېر ۲۰۱۹ ميلادي کال د اپرېل مياشتې راهيسې چې د ناامنۍ له وجهې د پوليو ضد واکسينو کمپاينونه کم رنګه شوي، ټولو سيمو ته رسيده ګي ستونزمنه شوې او له کبله يې لسګونه زره ماشومان له واکسين محروم شوي دي.

د روغتيا نړيوالې سازمان د معلوماتو پر اساس د هر کمپاين پرمهال په خوست کې څه باندې ۳۱۳ زره ماشومان د دوی هدف وي، چې بايد واکسين شي، خو د وروستي کمپاين پرمهال چېفبرورۍ کې ترسره شوی و، څه باندې ۲۲۷ زره ماشومان واکسين شوي وو.

د يادو شمېرو له مخې په دې وروستيو کې د هر کمپاين پرمهال په منځنۍ کچه شاوخوا ١٠٠زره ماشومان په دغه ولايت کې له واکسين محروميږي. اندېښنې دا دي چې له واکسين نه د پاتې کيدونکو ماشومانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

د خوست د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر ګل محمدين منګل وايي، دا اندېښنې هغه مهال کميدای شي، چې ټولنه د پوليو ويروس له منځه وړل خپل مسؤليت وبولي او له واکسيناستورانو سره مرسته وکړي.

ښاغلي منګل وويل: ”له ټولو موټر چلوونکو، علمايي کرامو، قومي مشرانو او د امنيتي ځواکونو نه هيله کوو، چې زموږ له موبايل ټيمونو سره همکاري وکړي، تر څو هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو څخه ټيټ دي، د ګوزڼ ضد واکسين تطبيق کړو تر څو له دغه وحشي ويروس نه په امن کې پاتې شي‟.

ديني عالم محمد عارف د ګوزڼ ناروغۍ په مخنيوي او له منځه وړلو کې د صحي کارکوونکو ترڅنګ ټولنه هم مسؤله بولي، ځکه د ده په وينا اسلام مبارک دين ګوزڼ واکسين ته پوره جواز ورکړی دی.

نوموړي وويل: ”پيغام مې دا دی، چې هرڅوک بايد د ناروغيو په مخنيوي کې خپلې نهايي هلې ځلې وکړي. الله ج د هر مرض لپاره شفا او دواء نازله کړې ده، نو بايد له شته امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره د کورنۍ او د ټولنې ژوند وژغوري‟.

د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي شفيق اشنا راډيو ته وويل، چې دا ډېره موده يې کلي ته واکسيناتوران نه دي ورغلي. د ده په وينا په دې سره ګوزڼ ناروغي د ماشومانو روغتيا لا ډېره ګواښي.

شفيق وايي: ”واکسين بايد ژر تر ژره راوړل شي. که چېرې په وخت سره راورسيږي نو ښه خبره به وي. که په وخت سره راونه رسيږي، نو که څوک ګوزڼ ووهي بيا علاج نه لري‟.

پوليو يا په ماشومانو کې فلج تداوي نه لري، خو روغتياپالان وايي،د له منځه وړلو يواځينۍ لاره يې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د هرکمپاين پرمهال د واکسين د دوو څاڅکو ورکړه ده.

XS
SM
MD
LG