د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست د پوليو ويروس د خپرېدو خطر کم شوی- چارواکي


په خوست کې د پوليو واکسين په پروسه کې د وزيرستاني کډوالو همکاري زياته شوې ده. روغتايي مسؤلينو ويلي دي که دوی خپله همکاري دوامداره وساتي نو د پوليو ويرس د خپرېدو خطر کميږي.

ډاکټر ګل محمد الدين منګل د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال وايي له دې کبله چې تېرکال په پکتيکا کې په مېشتو وزيرستاني کډوالو کې د پوليو دوې مثبتې پېښې ثبت شوې وې، اوس هم د دې ويروس د خپرېدو اندېښنه ډېره ده.

ډاکټر منګل امریکاغږ ته وويل که دغه کډوال خپله همکاري همداسې وساتي، د پوليو ويرس د له منځه وړلو امکان ډېريږي.

هغه وويل: "پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې اکثريت هغو ماشومانو ته چې د وجود معافيت يې کم وي، انتقاليږي. ماشومانو ته د دوو څاڅکو واکسين په تطبيق سره کولای شو، ددې مهلکې ناروغۍ څخه خپل ګلالي ماشومان وژغورو."

دا مهال په ګلان کمپ او د خوست په ځينو نورو سيمو کې څه باندې ۸۰ زره وزيرستاني کډوالې کورنۍ مېشتې دي. د هر کمپاين پرمهال يې شاوخوا ۱۷زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين تطبيقيږي.

که څه هم په لومړيو کې يې انکاري کورنۍ ډېرې وې، خو د دغو کډوالو قومي مشر عبدالله نور وايي چې د ياد مخالفت په له منځه تلو سره يې له صحي رضاکارانو سره همکاري په بې سارې توګه زياته کړې ده.

عبدالله نور زياته کړه: "هر وخت ورسره ناسته لرو. ټيمونه په وخت راځي. ګټه يې دا ده چې د فلج مخه نيسي. بل دا خلک بې وسه دي او که واکسين هم نه وي، بيا خو يې په علاج وس نه رسيږي."

صدرخان د خوست د ګربزو ولسوالۍ د ګلان کمپ اوسېدونکی دی. هغه وايي هر ځل چې واکسيناتوران تر کوره ورغلي، خپلو ماشومانو ته يې ضرور د پوليو ضد واکسين ورکړی دی.

صدرخان وويل وروسته له هغه چې تېر کال د پکتيکا د برمل ولسوالۍ د وزيرستاني کډوالو په کمپ کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې، په ګلان کمپ کې دغه واکسين ته توجه زياته شوې ده. هغه وویل: "برمل کې دوې پېښې راغلې وې، دلته داسې کومه خبره نه ده پېښه شوې. دلته مياشت په مياشت ټيمونه راځي، څوک نه دي پاتې شوي".

په ۱۹۸۶ کې د نړۍ په ۱۷۵ هېوادونو کې د پوليو ويروس موجود و. د ګوزڼ واکسين په وسيله درسته نړۍ له دغه ويروس پاکه شوې، مګر افغانستان او پاکستان کې لا هم دغه ويروس موجود دی.

XS
SM
MD
LG