د لاس رسي وړ اتصالات

خيبر پښتونخوا کې د پوليسو پرلتونه نورو ولسواليو ته هم وغځېدل


د خيبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالۍ بنو کې ناڅرګنده وسله والو يو پوليس سرتېري د وژلو وروسته ددغې پېښې په غبرګون کې د پوليسو د مرکزي دفتر او پوځي چاوڼۍ مخې ته پرلت يې وهلی دی.
د خيبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالۍ بنو کې ناڅرګنده وسله والو يو پوليس سرتېري د وژلو وروسته ددغې پېښې په غبرګون کې د پوليسو د مرکزي دفتر او پوځي چاوڼۍ مخې ته پرلت يې وهلی دی.

د خيبر پښتونخوا د لکي مروت، بنو او باجوړ ولسواليو پوليسو په هغو سيمو کې د ناامنۍ او پر پوليس افسرانو د بريدونو خلاف احتجاجي پرلتونه وهلي دي.

د سپټمبر پر ۱۲ (وږي ۲۲مه) د خيبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالۍ بنو کې ناڅرګنده وسله والو يو پوليس سرتېری وواژه او وروسته وتښتېدل.

ځايي پوليسو د هغې پېښې په غبرګون کې د پوليسو د مرکزي دفتر او پوځي چاوڼۍ مخې ته د وژل شوي پوليس سرتېري مړی اېښی او پرلت يې وهلی دی.

هغوی غوښتنه کوي چې د وژل شوي پوليس سرتېري قاتلین دې ونيول شوي، د پوليسو تاڼو او مرکزونو ته دي د پوځي او استخباراتي ادارو کارکوونکي نه ورځي او د دوی په چارو کې دې لاسوهنې نه کوي، او چې پوليس وسله وال يا نور مجرمين ونيسي نو بايد د نورو ادارو چارواکي يې په کار کې مداخله و نه کړي.

د بنو پوليسو يو احتجاج کوونکي افسر عبدالصمد قريشي پرلتوالو ته په وينا کې وويل چې د خپلو غوښتنو ليست يې لوړ پوړو چارواکو ته سپارلی دی.

نوموړي زياته کړه: "په بازار، ښوونځي او تاڼه کې به پوځيان نه وي. نه به هغوی د پوليسو پوستې ته راځي او نه به کالجونو ته ځي، پوځيان به خپلو چاوڼيو ته ځي."

قريشي وويل چې تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوي، تر هغو به يې پرلت روان وي.

پرلتوالو پوليسو د بنو او د شمالي وزيرستان د ميرامشاه ترمنځ لاره هم د احتجاج په توګه تړلې او وايي چې پوليس خپله نه وي خوندي، نو ولس به څنګه خوندي کړي.

له بنو سره هممهاله د خيبر پښتونخوا په باجوړ قبايلي سيمه کې هم ځايي پوليسو د هغې ولسوالۍ د پوليسو د مرکزي دفتر مخې ته پرلت وهلی دی. هغوی غوښتنه کوي چې د وژل شوي پولیس سرتېري وژونکي دې ونیول شي.

دا تر هغه وروسته ده چې د سپټمبر پر ۱۱ (وږي ۲۱مه) پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د سالارزیو په ملاسید سیمه کې د پولیو پر واکسیني ډلې ډزې وکړې چې پکې یو روغتیايي کارکوونکی او د هغه پوليس ساتونکی ووژل شو.

د باجوړ يو پوليس سرتېري ضياالرحمن ويلي چې له دې وروسته دې د پوځ او سرحدي ځواک غړي هم له پوليسو سره په پوليو ضد کمپاين کې يو ځای برخه اخلي.

نوموړي زياته کړه: "که له نن وروسته د پوليو کمپاين کېږي نو د واکسين ډلو د ساتنې لپاره به دوه پوځيان، دوه د سرحدي ځواک غړي او دوه پوليس ګومارل کېږي. له هر پوليو ټيم سره به شپږ حفاظتي کسان وي. که لوړپوړي چارواکي زموږ دا غوښتنه مني نو موږ نن هم د پوليو وظیفې ته تيار يو او بل وخت هم تيار يو."

تر بنو او باجوړ وړاندې، د خيبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالۍ لکي مروت کې لسګونو پوليسو د سپټمبر پر نهمه (وږي ۱۹مه) د پوځ او استخباراتي ادارو د غړو د "لاس وهنو" پر خلاف احتجاج پیل کړ.

پوليسو د احتجاج په توګه د لکي مروت په تاجه زۍ سيمه کې کراچۍ ته تلونکې لویه لاره تړلې او پرلت يې وهلی دی. د هغوی مهمه غوښتنه له لکي مروت څخه د پوځيانو وتل دي. پوليس ادعا کوي، چې هر ځای پوځ تللی دی نو هلته ناامني راغلې ده.

احتجاجي پرلت ته په وينا کې د لکي مروت يوه پوليس سرتېري رشيد خان تور پورې کړ چې "په لکي مروت کې چې هر څه کېږي، ای اېس ای، اېم ای او پوځ يې کوي."

نوموړي د پاکستان پوځ ته په اشارې وويل چې "ته له لکي مروت ولسوالۍ څخه ووځه، موږ پوليس په درو مياشتو کې امن راولو."

احتجاج کوونکو زياته کړه چې پولیس ته دي اختيارات ورکړل شي او هغوی د حکومت او ولس په مرسته د سیمې امنیت ټینګولی شي.

د احتجاج له ګډونوالو سره د خبرو لپاره د لکي مروت د پوليسو مشر او د هغې ولسوالۍ انتظامي مشران ورغلي او له هغوی يې د پرلت ختمولو غوښتنه وکړه، خو پوليسو په يوه خوله ورته ويلي چې تر څو پوځ له لکي مروت څخه نه وي وتلی، نو د هغوی احتجاج به روان وي.

د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو لا د لکي مروت د پوليسو د تورونو او غوښتنو په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې په وار وار ويلي چې پوځ ډېرې "قربانۍ" ورکړي او په سيمه کې يې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په هغه ايالت کې د روان ۲۰۲۴کال د اګست تر مياشتې پورې په وسله والو بريدونو کې ۷۶ پوليس وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG