د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې په فرقه يي شخړو کې په 'دریو ورځو کې ۸۲ تنه وژل' شوي


په تازه فرقه يي شخړو کې لسګونه کسان وژل شوي
په تازه فرقه يي شخړو کې لسګونه کسان وژل شوي

په پاکستان کې مقامات وايي چې له تېرو دریو ورځو راهېسې په فرقه يي شخړو کې ۸۲ تنه وژل شوي دي او تر ۱۵۰ پورته نور ژوبل شوي دي.

دا شخړې د خیبرپښتونخوا د کرم په ولسوالۍ کې د سنيانو او شیعه ګانو ترمنځ روانې دي.

چارواکي وايي د تېرې پنجشنبې په ورځ د شیعه ګانو د موټرو په دوو جلا کاروانونو، چې پولیسو بدرکه کول، بریدونه وشول، ۴۳ تنه ووژل شول او دا فرقه يي‌ شخړه بیا تازه شوه.

یو ځایي مقام، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې ولیکل شي، وویل: «د نومبر په ۲۱، ۲۲ او ۲۳ بریدونو کې او شخړې کې ۸۲ تنه وژل شوي دي او ۱۵۰ تنه نور ژوبل دي. په وژل شویو کسانو کې یې ۱۶ سنیان دي‌ او ۶۶ یې شیعه ګان دي.»

شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ له سیمې څخه تښتېدلي دي. دواړه غاړې په یو بل باندې د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

مقامات وايي چې د ګرم په ولسوالۍ کې مخابراتي او تیلیفوني‌ اړیکې پرې شوې او لارې هم بندې دی.

د ځایي حکومت یو پلاوي تېره ورځ د شیعه مشرانو سره کتلي او ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ ناوخته د سنیانو له مشرانو سره هم وویني.

د پولیسو یو مقام وویل چې سیمې ته د مذاکره کوونکو په ورغلې څرخي الوتکې هم ډزې شوې، خو چاته په کې زیان رسېدلی نه دی.

د خیبرپښتونخوا د قانون وزیر افتاب علم افریدي وویل: «زموږ لومړیتوب دا دی چې د دواړو خواو ترمنځ اوربند وشي. کله چې دا کار وشو بیا به په نورو مسائیلو خبرې وکړو.»

د ګرم په ولسوالۍ کې تېره میاشت هم په فرقه يي شخړې کې ۱۶ تنه ووژل شول چې دوې ښځې او دوه ماشومان هم په کې وو.

د جولاۍ او سپتمبر په میاشتو کې د جرګې په منځګړتوب فرقه يي شخړه بنده شوه. د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون وایي چې د جولاۍ او اکتوبر په میاشتو کې په فرقه يي شخړو ک ۷۹ تنه وژل شوي دي.

په همدې حال کې د لاهور او کراچۍ په ښارونو کې سلګونو کسانو په پاکستان کې د تاوتریخوالي په ضد مظاهرې وکړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG