د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او چين ګډ پوځي تمرينونه پيل کړي


دا د "واريير" يا "جنګي" په نامه د چین او پاکستان د ګډو پوځي تمرينونو اتم پړاو دی.
دا د "واريير" يا "جنګي" په نامه د چین او پاکستان د ګډو پوځي تمرينونو اتم پړاو دی.

د پاکستان او چين پوځيانو په پنجاب ايالت کې ګډ تمرينونه پيل کړي چې درې اونۍ به دوام ولري. د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) خبر ورکړی چې دا ګډ پوځي تمرينونه د ګجرات ولسوالۍ په پبي سيمه کې د ترهګرۍ ضد ملي مرکز کې روان دي چې د نومبر پر ۲۰ (لړم ۳۰) پيل شوي دي.

د ای اېس پي ار په وينا د دې پوځي تمرينونو هدف د ګډې روزنې له لارې مسلکي مهارتونو ته وده ورکول او د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ اړيکو ته ګټه رسول دي.

بلخوا د چين د دفاع وزارت ويلي دي چې ددغو تمرينونو لپاره یې له ۳۰۰ زیات پوځيان پاکستان ته استولي دي. بيان زياتوي چې چينايي او پاکستاني پوځيان به د ترهګرۍ ضد تمرينونو په لړ کې د بريد او تصفيوي عملياتو په برخو کې ګډ کار کوي.

د دواړو هېوادونو په بيانونو کې راغلي دي چې دا د "واريير" يا "جنګي" په نامه د ګډو پوځي تمرينونو اتم پړاو دی.

دا تمرينونه وروسته له هغه پيل شوي چې په دا وروستيو کې په پاکستان کې پر چينايي وګړو وسله وال بریدونه زیات شوي دي، چې د زياترو مسوليت يې بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو منلی دی.

چين له پاکستان سره د ۶۴ ميليارده ډالرو اقتصادي پروژه پر مخ وړي چې د بيجينګ د "يو کمربند يوې لارې نوښت" لويه برخه جوړوي.

د چين پاکستان اقتصادي دهلېز لويه برخه د پاکستان د بلوچستان ايالت په ګوادر بندر کې ده. د پاکستان حکومت د دغې پروژې د امنيت لپاره وار له مخه لا ځانګړي پوځيان ګمارلي دي.

د چين او پاکستان ګډ پوځي تمرينونه تر هغه يوه ورځ وروسته پيل شوي دي چې د نومبر پر ۱۹ (لړم ۲۹) په اسلام اباد کې د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د لوړپوړو ولسي او پوځي چارواکو په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په بلوچستان کې به د وسله والو ډلو خلاف "جامع او پراخ" عمليات پيلوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG