د لاس رسي وړ اتصالات

علومي: جنوب مو دښمنانو شمال مو دوستانو نارامه کړی


د کورنيو چارو وزیر وايي افغان ځواکونه د طالب جنګیالیو د ځپلو ټولې وړتیاوې لري
د کورنيو چارو وزیر وايي افغان ځواکونه د طالب جنګیالیو د ځپلو ټولې وړتیاوې لري

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي کندز ته د خپل سفر پر وخت په ښار کې وګرځیده او له خلکو سره یې له نزدې خبرې وکړې. هغه خلکو ته اطمنان ورکړ چې په کندوز کې به د روانو ناامنیو مخنیوی وکړي.

ښاغلي علومي د سیمې له مشرانو سره له لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل چې جنوبي ولایتونه د افغانانو دښمن نا ارام کړي او شمالي ولایتونه د افغانانو دوستانو ناارام کړي دي.

هغه وویل " په جنوب کې تروریستان دي چې جرړه یې له بیرون څخه ده او په شمال کې ټول هغه کسان دي چې په نظام کې داخل دي، او د شخصي ګټو د ساتنې په خاطر د معدنونو او نورو ګټو په خاطر زمینه دې ته برابروي چې په هیواد کې وضعه ګډه وډه کړي".

د ولایت په ودانۍ کې د سپین ږیرو او مشرانو سره له خبرو دمخه ښاغلي علومي د کندوز د چوک پر سر له مطبوعاتو سره لنډې خبرې وکړې او ویې ویل چې دښمنان هڅه کوي چې بې ګناه خلکو ته زیان واړوي، خو د هغه په وینا هغه باایمانه خلک چې د امنیتي قواو په لیکو کې تنظیم شوي د خلکو لپاره "سر ورکوي خو سنګر نه ورکوي".

هغه زیاته کړه چې څلور تنه له غارونو راوتي وو اوس یې بیرته په غارونو ننویستلي دي، او همدارنګه چې امنیتي قواو دښمنان له جنوبه راټول کړي په شمال کې به یې هم لمن ورټوله کړي او سیند ته به یې وغورځوي.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي په کندوز کې په روانو جګړو کې د تلفاتو په هکله څه ونه ویل خو په ښار کې د ګرځیدو پر وخت یې خلکو ته ډاډ ورکاوه چې دوي به په هر قیمت د خپلو خلکو ساتنه کوي.

نن هم د کندوز په مختلفو سیمو چاردره، د کندوز مرکز تلوکه او امام صیب کې جګړې دوام درلوده، خو چارواکو تر اوسه پورې د تلفاتو په اړه مطبوعاتو ته څه نه دي ویلي.

د کورنیو چارو د وزیر له راتګ نیم ساعت وړاندې د کندوز په ښار کې په بایسیکل کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکو موادو وچول شول چې شپږ تنه په کې ټپیان شوي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG