د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې ځایي خلک وایي کوچیانو یې ځمکې نیولي


کوچیان په خوست کې وایي ځمکې ورته پخوانیو حکومتونو ورکړي خو ځایي خلک وایي د ځمکي اصلي قبالې ورسره دي.
کوچیان په خوست کې وایي ځمکې ورته پخوانیو حکومتونو ورکړي خو ځایي خلک وایي د ځمکي اصلي قبالې ورسره دي.

په دې وروستيو کې چې کوچيانو دايمي استوګنې ته مخ کړې، د خوست په يو شمېر سيمو کې د کوچيانو او پرتو قومونو ترمنځ د ځمکې د ملکيت په سر لانجې راپورته شوې دي.

د دې ولايت د مرکز اړوند د لکڼو سيمې قومي مشرانو یوې غونډې ته وويل، سره له دې چې شرعي قباله په لاس لري، کوچيانو د دوی شاوخوا ۱۲ زره جريبه ځمکه لاندې کړې، خو کوچيان يې خپل ملکيت ګڼي.

قومي مشر احمدشاه خان وايي: ”شاوخوا ۱۲ زره جريبه ځمکه ده. شرعي سند يې په لاس لرو، پر سند هم دولت غور نه کوي. همدا اوس کوچيان په مورچلو کې ناست دي او دولت ځان نه پرې خبروي‟.

قومي مشرانو له ولايتي ادارې وغوښتل، چې د ځمکې د ملکيت پرسر د دې لانجې هواري ته رسيده ګي وکړي، کنه د دواړو قومونو ترمنځ د وسله والې شخړې رامنځته کېدو احتمال هم شته.

په همدې حال کې د خوست د ولايتي شورا غړی عبدالولي واحدزي پر ولايتي ادارې په ځانګړي ډول پر والي حکم خان حبيبي انتقاد لري، چې په دې مسئله کې د کوچيانو پلوي کوي.

واحدزي زياته کړه: ”پر والي حکم خان حبيبي غږ کوو چې دغې مسئلې ته رسيده ګي وکړي او که بيا هرڅه پېښېدل، مسووليت به يې د والي حبيبي پرغاړه وي‟.

بل لور ته په خوست کې د کوچيانو د شورا مرستيال اوازخان کوچی وايي، هغه ځمکې چې دوی پرې اړولې دي، د اميرعبدالرحمن خان له وخت راهيسې د دوی خپل ملکيت دی.

ده دا خبرې رد کړې، چې ګني کوچيانو د ځايي خلکو ځمکې لاندې کړې دي. اوازخان کوچي له دولت نه يې وغوښتل، چې دا موضوع وڅېړي او د حل لپاره يې جدي اقدامات وکړي.

اوازخان کوچي زياته کړه: ”مخکې خيمه، اوس خيمه ورکه شوله، اوس مجبور يو چې دومره سرپناه خو جوړه کړو چې وخت په کې تېر کړو. چې بل خوستی يې جوړوي نو کوچی هم د دې وطن سړی دی. انسان دی، ژوند لري، کوچی به بل چېرې لاړ شي‟.

په ورته وخت کې د خوست والي حکم خان حبيبي وايي، ځينې کړۍ په ځانګړي ډول د دولت وسله وال مخالفين هڅه کوي، چې د ځمکو د ملکيت په نامه د قومونو ترمنځ نفاق رامنځته او دولت وننګوي.

والي حبيبي له امريکاغږ سره په خبرو کې رد کړه، چې ګني د کوچيانو پلوي يې کړې، ده زياته کړه، چې د دې او نورو قومونو ترمنځ د شته لانجو د هواري لپاره يې خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.

حبيبي وويل: ”پخوا مو هم کوښښ کړی او اوس يې هم کوو. هغه ځای ته چې لکڼ او کوچيان يې د ملکيت دعوه لري، يو پلاوی مو ورلېږلی، څو وضعيت له نږدې ووينو او د هر ډول برخورد جدي مخه ونيسو‟.

دا مهال په دې ولايت کې د شاوخوا لسو قومونو ترمنځ د ځمکې او غره پرسر لانجې روانې دي. په زياتره مواردو کې دا لانجې په وسله والو شخړو اوښتې او مرګ ژوبله يې هم لرلې ده.

د څېړونکو په وينا، که حکومت د قومونو او قبيلو ترمنځ د شته لانجو او وسله والو شخړو هواري ته رسيده ګي ونه کړي، نه يواخې د خلکو ژوند تريخوي، بلکې د حکومتولۍ پروړاندې هم ستره ننګونه بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG