د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې د کندهار او هلمند ترمنځ لویه لار، چي د نهرسراج ولسوالۍ د وزیر مانده په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن ماسپښين یوه بجه بیرته پرانیستل شوه.
دغه لار نن سهار وختي وروسته له هغې د اتو ساعتونو لپاره د ترافیکو پر مخ وتړل شوه، کله چې وسلهوالو طالبانو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په وزیر مانده کې دوه پُلچکونه په ماینونو والوزل.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ ته وويل چي دواړه پلچکونه په بیړني او موقتي ډول د ترافیکي جریان لپاره روغول شوي او د افغان ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې پر دغې لویې لارې امنیتي ګواښونه هم له منځه وړل شوي دي.
عمر ځواک زیاته کړه چې د کندهار او هلمند ترمنځ ترافیکي جریان بیرته په عادي ډول پيل شوی .
پخواني معلومات
د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وایي، وسلهوالو طالبانو د هلمند او کندهار ترمنځ د لويې لارې پر سر دوه پُلچکونه په ماین الوزولي او پر دغه لار یېد ترافیکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی دی.
د هلمند ولایت د امنیتي چارواکو پر وینا تیره شپه وسلهوالو طالبانو د کندهار د میوند ولسوالۍ د دوراهۍ او لښکرګاه د ښار ترمنځ د وزیر مانده په سیمه کې دوه لوی پُلچکونه په ماینونو الوزولي چې ورسره په دغه لار د موټرو تګ راتګ بند شوی دی.
وسله والو طالبانو دا پُلچکونه د وزیر مانده او تورجان پمپ په سیمو کې ویجاړ کړي دي.
د هلمند ولایت د پولیسو قوماندان جنرال اقا نور کین توز امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، کوم موټر چې سهار له لښکرګاه څخه د کندهار په لور وتلي وو، په لاره د پلچکونو د خرابیدو له امله بیرته دغه ښار ته ورستانه شوي دي.
جنرال کین توز وویل، د هلمند د فواید عامې ریاست کارکوونکو د تورجان د پمپ پُلچک بیرته ترمیم کړی، خو د وزیر مانده په سیمه کې د پُلچک د بیا رغونې کار لا روان دی.
د لښکرګاه څخه کندهار ته پر لار یو تن مسافر محمدوارث امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې وسله وال طالبان د وزیر مانده په سیمه کې له لرې واټن څخه پر مسافروړونکو موټرو باندې ډزې کوي، چې له امله یې د نن غرمې پورې د لارې دواړو خواو ته مسافر بند پاتې دي.
په ورته وخت کې د هلمند ولایتي چارواکي هم پردغه لار تازه امنیتي پېښي مني خو وايي چې لار د ترافیکو پر مخ پرانیستې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته وويل امنیتي ادارې هڅه کوي چې مسافرو ته د ډاډمن تګ راتګ لپاره په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر ضدد لټون عملیات پيل کړي.
د لښکرګاه – او د کندهار د میوند ولسوالۍ ترمنځ ۷۵ کیلو متر لار درې میاشتي مخکې هم د یوې نیمي میاشتي لپاره د وسله والو طالبانو له خوا د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، چې بیا وروسته د افغان امنیتي ځواکوانو د عملیاتو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
دغه لار چې د لښکرګاه ښار یوازنۍ اکمالاتي لار ده هره ورځ پرې زرګونه مسافر د هلمند او نورو ولایتونو ترمنځ تګ راتګ کوي.
سره له دې چې وسله والو طالبانو پدې وروستیو کې په یوه اعلامیه کې د ټولګټو تاسیساتو د ساتلو خبره کړې خو د هلمند – کندهار ترمنځ يې د لويې لارې پر سر د تازه تخریب شویو پُلچکونو په اړه کومه تبصره نده کړې.